لښکرګاه (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د بېکیفیته تېلو د پلور له امله څلور پمپونه تړل شوي دي.
هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د انحصاراتو ریاست مسوولینو د دغه ولایت نادعلي ولسوالۍ اړوند په چاهانجیر او لویمانده سیمو کې د څلور پمپونه د تېلو خرابوالي او ټيټ کیفیت له امله وتړل.
نوموړی زیاتوي، د انحصاراتو ریاست تر دې مهاله د مرکز لښکرګاه په ګډون په ولسوالیو کې ډېر شمېر پمپونه د تېلو د خرابوالي له امله تړلي، څو د بېکیفیته تېلو د پلور مخنیوی وکړي.
ریاض پر سوداګرو غږ وکړ چې هېواد ته ښه کیفیتلرونکي تېل وارد کړي او زیاته یې کړه هغه څوک چې بېکیفیته تېل پلوري قانوني چلند به ورسره کېږي.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن