ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان: سعودي د ایتوپیا سلګونه پناه‌غوښتونکي وژلي

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان: سعودي د ایتوپیا سلګونه پناه‌غوښتونکي وژلي

author avatar
22 Aug 2023 - 05:58
د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان: سعودي د ایتوپیا سلګونه پناه‌غوښتونکي وژلي
author avatar
22 Aug 2023 - 05:58

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۲): د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ادعا کړې چې سعودي ځواکونو د افریقایي هېواد ایتوپیا هغه سلګونه پناه‌غوښتونکي وژلي چې غوښتل یې د یمن له لارې دغه هېواد ته داخل شي.

د ډیوه راډیو د خبر له مخې، دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) په خپل کلني راپور کې ویلي، دغه وژنې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال له جون میاشتې تر ۲۰۲۳ کال جون میاشت پورې شوې او زیاته کړې یې ده چې دا د انسانیت خلاف جرم ګڼل کېدای شي.

دغه نړۍوال سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې اړه پلټنې وکړي.

په دې راپور کې ویل شوي، د سعودي عربستان سرحدي ځواکونو د پناه‌غوښتونکو کډوالو د وژنې لپاره له چاوېدونکو وسلو کار اخیستی او پر کډوالو یې له نږدې هم ډزې کړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان ویلي، سعودي پر لوبو د میلیاردو ډالرو پانګونې سره له دغو کړنو څخه د نړۍ توجه نه شي لرې کولی.

د سعودي عربستان حکومت تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې دا ډول خبرونه رد کړي وو.

[/restrict]

Views: 71

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.