مزارشریف (پژواک، ٣١ زمری ۱۴۰۲): د حیرتان د نورم او سټنډرډ امریت مسوولین وايي، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې ۴۲۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د حیرتان د نورم او سټنډرډ ادارې امر غلام یحیی لقمان پژواک ته وویل، په ۱۴۰۱ کال کې د دغه سوداګریز بندر له لابراتواري خدمتونو ۴۲۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.
نوموړی وایي، د بلخ مستوفیت د ۲۵۰ میلیونه افغانۍ عوایدو هدف ورته ټاکلى و خو دوى نږدې دوه برابره راټول کړي دي.
لقمان دغه راز وایي، دې ادارې د ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۹۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، حال دا چې دغې ادارې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې یوازې ۳۰ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي وو.
د لقمان په وینا، دغه اداره د نوي حکومت له حاکمیت وروسته پر دې توانېدلې چې څلور ټانکره ګاز، شپږ ټانکره پټرول او ۶۷ ټانکره ډېزل چې مجموعي وزن یې ۴۶۴۹ ټنه ته رسېږي او له معیارونو سره په مغایرت کې وو، بېرته اړوندو هېوادونو ته وګرځوي.
بلخوا د بلخ اوسېدونکي هم د دې ادارې له فعالیتونو خوښ دي.
د مزارشریف اوسېدونکی احمدالله وایي، خوښ دى چې د دې ادارې عواید ډېر شوي او هم د بېکیفیته توکو پر وارداتو یې بندیز لګولی.
احمدالله زیاتوي، هغه بېکیفیته تېل چې هوا ککړوي او وسایط له منځه وړي، باید نور یې هم مخنیوی وشي.
د نورم او سټنډرډ ملي ادارې (انسا) مسوولين وايي چې په تېر کال يې ٢٠٠٠ ټانکره بېکيفيته نفتي توکي بېرته اړوندو هېوادونو ته ګرځولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP