قلعهنو (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۲): د بادغیس امنیه قوماندانۍ وایي، د یاد ولایت په جوند ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د بادغیس امنیې قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه تېره ورځ د جوند ولسوالۍ «نهیکی» کلي کې د دوو قومونو تر منځ شوې ده.
هغه زیاته کړه، دغو دوو قومونو د امارتي ځمکو پر سره شخړه درلوده چې له امله یې وهل ټکول او ان ډزې شوي دي.
سرچینې له ډېرو جزییاتو ورکولو پرته وویل، د یادې شخړې په پایله کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د صدیقي د معلوماتو له مخې، پر قتل تورن کس له ساحې تښتېدلی و خو د امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې نیول شوی دی.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن