کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي، کابل کې نن د ۱۴۰ ورزشکارانو په ګډون د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې چې څلور ورځې به دوام وکړي.
د المپيک ملي کمېټې په خپله ټوېټرپاڼه (X) کې لیکلي، په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٢٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د ١٤٠ ورزشکارانو په ګډون د کابل ښار د مرکز زون د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.
سرچینې ویلي، په دغو سيالیو کې به ورزشکاران د ١٨، ٢٠، ٢١ او ٢٣ کلنو کټګوریو کې له ٥٧ څخه تر ١٢٥ کيلو وزنونو کې له يو بل سره سيالي وکړي.
يادې کمېټې ویلي، دغه سیالۍ به څلور ورځې دوام وکړي او موخه یې د مرکز زون لپاره د غوره ورزشکارانو ټاکل دي.
د سرچینې معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو په څلورمه او وروستۍ ورځ به د ۱۰، ۱۳، ۱۴، ۱۵، ۱۶ او ۱۷ کلنو نورو ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ هم د یوې ورځې لپاره د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن