Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل – لوګر لویې لارې ویجاړ شوو پلچکونو او استنادي دېوالونو بیارغولو چارې پيل شوې

د کابل – لوګر لویې لارې ویجاړ شوو پلچکونو او استنادي دېوالونو بیارغولو چارې پيل شوې

author avatar
23 Aug 2023 - 14:48
د کابل – لوګر لویې لارې ویجاړ شوو پلچکونو او استنادي دېوالونو بیارغولو چارې پيل شوې
author avatar
23 Aug 2023 - 14:48

پل‌علم (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د شاوخوا ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د کابل - لوګر عمومې لارې ویجاړ شوو پلچکونو او استنادي دېوالونو بیارغولو چارې پيل شوې.

د لوګر د والي ویاند عمر منصور پژواک ته وویل، د ولایتي ادارې په وړاندیز او د ټولګټو چارو وزارت په منظورۍ د شاوخوا ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د کابل - لوګر عمومي لارې ویجاړو پلچکونو او استنادي دېوالونو بیارغولو چارې پيل شوې.

منصور زیاته کړه چې دغه پروژه نن پيل او تر راتلونکو درېیو میاشتو به بشپړه شي.

نوموړي زياتوي: «د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل - لوګر عمومي لارې د موټرچلوونکو او عامو مسافرو ستونزې حل شي او ترافیکي پېښې به هم راکمې شي او خلکو ته به پراخې اسانتیاوې جوړې شي.»

د کابل - لوګر لویې لارې یوه موټرچلوونکي عبدالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د دې لارې پلچکونه او استنادي دېوالونه بېرته رغول کېږي.

نوموړی وایي، یاد پلچکونه د جمهوریت د سقوط پر مهال د جګړې له امله او استنادي دېوالونه د سېلابونو له امله ویجاړ شوي دي.

د هغه په خبره، که چېرې دغه پلچکونه او استنادي دېوالونه په اساسي ډول بیاورغېږي، ترافيکي پېښې به راکمې شي.

د همدې لویې لارې یوه مسافر سیداجان پژواک ته وويل چې پر دغه سړک د لوګر د اوسېدونکو ترڅنګ د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو موټر هم تګ راتګ کوي.

دى وايي چې د يادې پروژې به بشپړېدو به موټرچلوونکو او خلکو ته اسانتيا جوړه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.