Language

پاکستان کې له سېلاب‌ځپلو سیمو سل زره کسان خوندي ځایونو ته ایستل شوي

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د پاکستان پنجاب ایالت کې د اورښتونو او سېلابونو راوتو له امله لږ تر لږه ۱۰۰ زره کسان له خپلو کورونو ایستل شوي او خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې اورښتونو او سېلابونو ډېر مالي زیانونه اړولي، کورونه، وسایط او کروندې یې تخریب کړي دي.

د پنجاب د بېړنيو خدمتونو ادارې ویاند فاروق احمد پرون (چهارشنبې) د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «موږ ۱۰۰ زره کسان ژغورلي او هغوی مو امن ځایونو ته لېږدولي دي.»

د یادونې ده، د اوړي موسمي بارانونو څپه هر کال په سوېلي اسیا کې په جون او سپټمبر میاشتو کې راځي.

login or register a new account.