ترینکوټ (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): اروزګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې په راکړه ورکړه کې د کلدارو کارولو په تور ۱۸ هتۍوال نیول شوي دي.
د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري اغاولي قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد شمېر کسان د افغانۍ د ترویج کمېټې په سپارښتنه پرون په ګیزاب ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
هغه دغه راز زیاته کړه چې نیول شوي هټۍوال به محکمې ته ور وپېژندل شي.
قریشي وايي چې اروزګان کې د افغانۍ د ترویج لپاره روانه مبارزه جدي ده او له سرغړوونکو سره به جدې چلند کېږي.
د یادونې ده، حکومت څو ځلې اعلان کړی چې په هېواد کې راکړه ورکړه او معاملې دې یوازې پر افغانیو کېږي او که څوک سرغړونه کوي جدي چلند ورسره کېږي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن