کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): یوه حکومتي سرچینه وايي چې د شیخ محمدحسین رباطي په نوم د سیاسي چارو شنونکی د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
یوې باوري حکومتي سرچینې پژواک ته وویل، شیخ محمدحسین رباطي چې له څه مودې راهیسې له رسنیو سره پر ځينو مسایلو خبرې کوي، نیول شوی دی.
شیخ رباطي له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په یوه سیاسي بحث کې ځان د اسلامي امارت مشرتابه ته نږدې معرفي کړ او ويې ويل چې د هغه د کورنۍ غړی دی.
په ورته وخت کې په خواله رسنیو یو داسې ويډیويي کلپ لاس په لاس کېږي چې شیخ رباطي په کې د پاکستان پوځ په ملاتړ خبرې کړې دي.
خو د کابل امنيې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، شیخ رباطي امیرالمؤمنین ته پر ځان نږدې معرفي کېدو غواړي خپلو خبرو ته وزن ورکړي.
د ځدران په وینا، هغه د اسلامي امارت مشرتابه او د هغه متعلقینو سره هېڅ ډول اړیکه نه لري.
خو ځډراڼ د رباطي د نيول کېدو او يا هم نه نيول کېدو په اړه څه ونه ويل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP