Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د یوې ښځې د وژنې په تور دوه کسان نیول شوي

غزني ښار ( پژواک د وږي ۲ مه ۱۴۰۲): د غزني امنیتی مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز غزني ښار څلورمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د یوې ښځې د وژنې په تور دوه کسان نیول شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ د وږي په دویمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یوې ښځې په ګډون یاد دوه کسان وروسته له هغه ونیول شول چې تېره شپه د دوی خور په کور کې په ډزو وژل شوې وه.

سرچینه د لومړنیو څېړنو له مخې وايي چې نیول شوو کسانو خپله خور په ډزو وژلې ده خو د لا وضاحت لپاره نورې څېړنې هم روانې دي.

د سرچینې په وینا، په یاد کور کې یو میل تومانچه چې تر وښو لاندې وه، ترلاسه شوې او د پېښې عاملین له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت ته سپارل شوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.