کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، که کافي بودجه ترلاسه نه کړي، افغانستان کې به ۸۷۵ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د روغتيا نړۍوال سازمان دغه څرګندونې پر خپلې اېکس پاڼې کړې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د زمري په ۲۷مه ويلي وو چې د افغانستان روغتیایي سیسټم د بودجې له کمښت سره مخ دى او نړۍواله ټولنه دې په دې برخه کې مرسته وکړي.
د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د ۷،۵ میلیون ماشومانو او د ۳،۱ میلیون ښځو په ګډون ۱۴ میلیونه کسان روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري.
د روغتیا نړۍوال سازمان نن ويلي چې له کافي بودجې پرته به په افغانستان کې اته میلیون کسان روغتیایي مرستو ته له لاسرسي بېبرخې شي.
سرچيني ويلي که کافي بودجه ترلاسه نه کړي، په افغانستان کې به ۸۷۵ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې زمري میاشتې په ۱۲مه د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) ویلي وو چې په افغانستان کې ۳،۲ میلیونه کسان پر خوارځواکۍ اخته دي.
د اړوندې موضوع په اړه د روغتيا وزارت تر اوسه د پژواک اړيکه نه ده ځواب کړې.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن