Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کړی

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۲): پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

هندوستان څو ورځې مخکې د «چندریان- ۳» په نوم یوه فضایي بېړۍ سپوږمۍ ته واستوله چې په بریالیتوب سره ورسېده؛ هند د نړۍ څلورم هېواد شو چې سپوږمۍ ته رسېږي او د نړۍ لومړی هېواد شو چې د سپوږمۍ سوېل قطب ته چې تیاره دی، ځان رسوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي، سپوږمۍ ته د هندوستان د Chandaryaan-3 بریالي فضایي ماموریت مشري هندي ساینس پوهې مېرمن ریتو کریډال شریواستوا پر غاړه درلود. هند او افغانستان په یوه سیمه کې دي خو د هند د سترې ترقۍ عامل زده‌کړې او علم ته د هغوی توجه ده.

هغه زیاته کړې: «زموږ د ګران هېواد د ترقۍ او هوساینې لپاره هم یوازېنۍ لاره تعلیم او پوهې ته ارجحیت ورکول او پاملرنه ده.»

حامد کرزي یو ځل بیا د افغانستان پر اسلامي سرپرست حکومت غږ کړی چې د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره تعلیم ته خاصه توجه وکړي او ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او کار ته دې د ښځو د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي؛ تر څو افغانستان هم د علم او پوهې په رڼا کې د روښانه راتلونکې په لور گړندي گامونه اوچت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۱ کال د وري مياشتې په لومړيو کې اسلامي امارت په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د همدغه کال په لیندۍ میاشت کې د نجونو پوهنتونونو فعالیت تر دویم امر پورې وځنډاوه، خو ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حل‌لاره پیدا شي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.