ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ د ۲۰۰ زره ډالرو په ضمانت له لنډمهال بنده خوشی شو

ټرمپ د ۲۰۰ زره ډالرو په ضمانت له لنډمهال بنده خوشی شو

author avatar
25 Aug 2023 - 21:49
ټرمپ د ۲۰۰ زره ډالرو په ضمانت له لنډمهال بنده خوشی شو
author avatar
25 Aug 2023 - 21:49

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۲): د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د تېرو ولسمشریزو  ټاکنو پایلو بدلولو یوه قضیه کې یې ځان د جورجیا ایالت پولیسو ته تسلیم کړی و، د دوه سوه زره ډالرو په ضمانت له لنډمهاله بنده خوشی شو.

پر هغه د جورجیا ایالت د فولټن کاونټي محکمه کې عریضه شوې وه.

د ځایي چارواکو په وینا، ټرمپ د جورجیا مرکز اټلانټا ښار د فولټن کاونټي زندان کې په رسمي ډول له نیول کېدو او له نوموړي د تصویر او ګوتو نښانونو له اخیستلو وروسته په ضمانت خوشی شوی دی.

د ټرمپ وکیلانو د دې اونۍ په پیل کې د جورجیا له څارنوالۍ سره هوکړه کړې وه چې نوموړی به له نیول کېدو وروسته په ۲۰۰ زره ډالر ضمانت د محاکمې تر ورځې خوشی کېږي.

دا په تېرو پنځو میاشتو کې څلورم ځل دی چې ټرمپ د تېرو ټاکنو په بېلابېلو قضیو کې د امنیتي چارواکو له خوا نیول کېږي.

له دې مخکې د امریکا هیڅ یو پخوانی ولسمشر تر اوسه پر جنایي جرمونو تورن شوی نه دی خو پر ټرمپ تر اوسه ۹۱ تورونه پورې شوي او په دې تړاو یې څلور ځلې ځان چارواکو ته سپارلی دی.

د اټلانتا په هوايي ډګر کې الوتکې ته له پورته کېدو مخکې ټرمپ خبریالانو ته د خپل نیول کېدو په اړه لنډې خبرې وکړې.

هغه وویل : «دلته چې څه وشول دا د عدالت تر پښو لاندې کول دي؛ موږ هیڅ غلط کار نه دی کړی؛ ما هیڅ غلط کار نه دی کړی او ټول پر دې پوهېږي… هغه څه چې دوی کوي په ټاکنو کې لاسوهنه ده.»

ټرمپ زیاته کړه: «موږ بشپړ حق لرو چې داسې ټاکنې وننګوو چې موږ فکر کوو ټګي پکې شوې.»

نوموړی په جورجیا ایالت کې له ۱۳ تورونو سره مخ دی؛ د جورجیا څارنوالې فاني ویلیس د پنجشنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې د ټرمپ او په قضیه کې د ۱۸ نورو تورنو کسانو محاکمه دې د اکتوبر په ۲۳مه پیل شي.

ټرمپ او نور تورن کسان کولی شي په دې برخه کې د بدلون غوښتنه وکړي خو د محاکمې د پیل دقیقه نېټه به د فولټن سیمې عالي محکمه ټاکي.

[/restrict]

Views: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.