ترینکوټ (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۲): د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست اروزګان ته په سفر کې ویلي، په هېواد کې د هر ډول زدهکړو لپاره زمینه برابره شوې او خلکو ته په کار ده چې له دغه فرصته ګټه واخلي.
شیخ ندامحمد ندیم نن سهار د یوه پلاوي په مشرۍ د اروزګان مرکز ترینکوټ ته راغلی دی.
نوموړي وویل چې د سفر موخه يې د دیني او عصري زدهکړو د ښوونکو او زدهکوونکو ترمنځ د ورورۍ فضا رامنځته کول دي.
هغه زیاته کړه: «دا ۴۰ کاله دلته وضعیت داسي و چې مکتب او پوهنتون او بلخوا مدرسه او حجره دا په دښمنۍ کې سره پاتې وو او دښمني یې هم په کار وه؛ ځکه د مکتب او پوهنتون سرپرستي او هغه ته پاملرنه د اسلام او افغانستان دښمنانو پر غاړه اخیستې وه.»
دی وايي: «مکتب او پوهنتون خو د دې لپاره نه دي جوړ شوي چې ته د دې څخه نظامي خلک، استخبارات او د ملت قاتلان ترې جوړ کړه.»
ندیم وویل، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د عصري او دیني زدهکړو پرمختګ ته یو ډول پاملرنه شوې ده.
دی وایي: «اوس مهال د دواړو علومو استادان او محصلین د وروڼو په څېر تر یوه چت لاندې د هېواد د پرمختګ لپاره په زدهکړو بوخت دي.»
د لوړو زدهکړو وزیر وایي، نور به د دیني او عصري علومو زدهکوونکو سیاسي ګټه نه اخیستل کېږي، بلکي هر علمي ارګان به د ملت له اړتیا سره سم خپل مسوولیت سر ته ورسوي.
ندیم یاته کړه، لوړو زدهکړو وزارت هڅه پيل کړې څو د عصري زدهکړو غارغین باید د مسلکي زدهکړو ترڅنګ دیني زدهکړې هم ولري.
ندیم زیاته، د همدې تګلاري له مخې به په ولایتونو کې دیني عالمان او شیخان د پوهنتونونو محصلینو ته وخت پر وخت پر بېلابېلو موضوعاتو، لکه د لمانځه، اخلاقو او عقایدو اړوند د تدریس په توګه بیان کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP