محمودراقي، چاریکار (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د پروان او کاپیسا ځایي مسوولین وایي چې په دغو دوو ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله د کاپیسا په نجراب کې دوه کسان او د پروان په مرکز کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د پروان امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې نن سهار (یکشنبه) شاوخوا ۸ بجې یوه کرولا موټر چې له پروانه کابل ته پر لاره و، د پروان د مرکز لغماني سیمه کې یې له یوه بل کرولا موټر سره ټکر کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې له قوله، ټپیان د پروان ملکي روغتون ته ولېږدول شول.
login or register a new account.