اټلانټا (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۲): د کرکټ یو شمېر شنونکي او مینهوال پاکستان ته د کرکټ د درېیو لوبو لړۍ بایللو پړه پر لوبډلمشر اچوي او ځیني بیا د لوبډلې پر انتخاب نیوکې کوي.
د افغانستان په کوربهتوب دا لوبې د سریلانکا په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شوې چې پاکستان درې پر صفر دا لړۍ وګټله.
په دې لوبو کې د افغانستان پیاوړي او تجربه لرونکي لوبغاړي هر یو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، راشد خان، فضل حق فاروقي، او ځینې ځوان لوبغاړي چې ورته چانس ورکړل شوی و، سم ونه ځلېدل.
افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په درېیو لوبو کې یواځې ۲۸ منډې وکړې، رحمت شاه په یوه لوبه کې په صفر وسوځېد ، اکرام علي خېل چې له ډېرې مودې وروسته یو ځل بیا ورته چانس ورکړل شو، په دوو لوبو کې یې ۴ منډې جوړې کړې.
ابراهیم ځدراڼ چې د افغانستان یواځینې مسلکي لوبغاړی ګڼل کېږي، یواځې په یوه لوبه کې یې ۸۰ منډې وکړې او په دوو نورو کې په صفر وسوځېد، رحمان الله ګربز هم په درېیو لوبو کې په یو کې وځلېد، په ټولیزه توګه یې ۱۸۰ منډې جوړې کړې چې په یوه لوبه کې یې ۱۵۱ منډې هم شاملې او له ابراهیم ځدراڼ سره یې د ۲۲۱ منډو پیلیزه ملګرتیا هم شامله وه چې پکې څو ملي ریکارډونه هم جوړ شول.
په توپ اچونه کې بیا مجیب ځدراڼ او فاروقي په درېیو لوبو کې پنځه پنځه، نبي څلور او راشد خان درې لوبغاړي وسوځول.
عبدالرحمن چې ځوان نوی توپ اچوونکی دی، په دوو لوبو کې یې یواځې یو لوبغاړی وسوځولو او دویمه لوبه چې د افغانستان د ګټلو چانس ډیر و، په ۴۹ اوور کې ترې پاکستانیو لوبغاړو ډېرې منډې وکړې او لوبه د افغانستان له لاسه ووتله.
د کرکټ لوبې مینه وال او شنونکي که یو له یوې خوا پر لوبډلمشر نیوکې کوي، دا هم وایي چې افغان لوبغاړي تر اوسه له غټو لوبډلو سره د لوبو کولو جوګه شوي نه دي او نه هم د فشار پر مهال لوبه کنټرولی شي.
لیکوال او ژورنالېست جعفر هاند چې د افغانستان کرکټ له نږدې څخه څاري او په ډیرو نړۍوالو لوبو کې ګډون سره ملي لوبډلې له نږدې ګوري، پاکستان سره ددرېیو لوبو د لړۍ تر پای وروسته یې پخپل فیسبوک پاڼې کې هر اړخیزې تبصرې کړې دي. 
هغه یو ځای کې وایي، له قوي لوبډلو سره د لوبو یو ښه والی دا وي چې ستا ټول زر او زر نندارې ته وړاندې کېږي او خلک پوهېږي چې په څومره اوبو کې یاست.
هاند زیاته کړې : “ په ۲۰۰ منډو مو را اېسار کړل، ۷۰ منډې مو هم ورته ونشو کړای، ۳۰۰ منډې مو ورته وکړې، په لسم لوبغاړي یې راباندې پوره کړ. ۲۶۸ منډې یې راته وکړې، موږ ورته داسې بېټېنګ وکړ لکه ټراکټور چې په خټو کې نښتی وي، زورونه وهي خو له ځایه نه شي خوځېدای. فیلیډینګ مو د کوڅې او ټینس بال د سویې وکړ، د کیچونو غورځول مو په لوبډلې کې اوس یوه عادي خبره ده. “
هغه د لوبډلمشرۍ په اړه لیکلي، نه ابتكار په کې لبدل کېږي، نه یرغل، نه دفاع او نه هم بي، سي او ډي پلان یې ښکاري.
هاند وایي : “که په پیل (اوپنېنګ) کې ګربز او ابراهیم لوبه وکړه، منډې کېږي که یې ونه کړه، خدای دې یې مل شي. که بالینګ کې مجیب، راشد، نبي او تر یوې اندازې فاروقي توره وکړه، مقابل ټیم اېسار دی، که یې ونه کړه، رب دې یې مل شي. “
هغه ځینو مثبتو ټکو ته هم اشاره کړې ده او وایي، له پاکستان سره د افغانستان د دریېو سیالیو یو مثبت ټکی که یاد شي، هغه به د افغانستان ورو توپ اچوونه وي. بهترین سپین بالینګ یې وکړ او دنیا هم دا خبره کوي.
د ده په وینا، دویم مثبت ټکی د ګربز او ابراهیم د څه باندې ۲۰۰ منډو ګډه ملګرتیا وه. او د ګربز ۱۵۰ تاريخي منډې. د ګربز له حوصلې ډکه لوبه. ده واقعآ د یوې ورځنیو لوبو په فکر لوبه وکړه. دغه راز په درېیمه لوبه کې په نهم نمبر د مجیب پنځوسیزه بل مثبت ټکی و، چې په کمو توپونو د پنځوسیزې ملي ریکارډ یې هم جوړ کړ.
جعفر هاند د ځوان لوبغاړي عبدالرحمن په اړه وایي چې د هغه بالینګ او مسلسل تر ۱۴۰ ورپورته بالینګ شاید د افغانستان لپاره د دغو لوبو بل مثبت ټکی وي. دی ځوان دی، تجربو ته اړتیا لري، خو ښکاري چې ښه زده کوونکی، باجرات او زړور دی. د افغانستان اینده دی.
ده زیاته کړې : “ که منفي ټکی یادوو، افغانستان لا هم په توپ وهنې کې ستونزې لري، د ګربز او ابراهیم تر څنګ دوه درې نور توپ وهونکي باید دا مسولیت واخلي چې د منډو ماشين روان وساتي. د پاکستان سره لوبو کې دا ستونزه ډېره ښکاره وه. “
د کرکټ پخواني چارواکی او د شمال زون کرکټ بورډ مسوول ډاکتر نور عالم فرید ددغو سیالیو په اړه په فیسبوک کې تبصره کړې ده.
هغه لیکلي : “ کرکټ لوبه خپل قانون او مقرارت لري چې مسلکې خلک پري ښه پوهيږې ؛ هر هيواد خپله لوبډله د حمايې تشويق او هڅونې تر څنګ نظارت لاندې نيسي، خو بدبختانه له دوه کالو راهیسې افغان ملي لوبډله په ملګرتيا ، واسطو، ډلو او ټپلو وېشل شوې ده. “
ډاکتر فرید وایي چې په ملي لوبډلې کې بې اتفاقي تر ټولو ستره ستونزه ده.
دی ادعا کوي چې ځینې لوبغاړي د هېواد پر ځای د ځان د خوندي ساتلو په موخه د خپل ذات او شخص لپاره لوبه کوي.
هغه غوښتنه کړې چې باید یو نظارتي ټیم دا هر څه وڅاري ، نیمګړتیاوې په ګوته کړې او مثبتت اړخ ته زیاته توجه وکړي.
د افغانستان وتلی ژورنالیست ، لیکوال او شاعر اېمل پسرلی هم د افغانستان کرکټ له نږدې څخه څاري او تل یې پرې تبصرې کړې دي.
هغه له پاکستان سره ددرېیو لوبو تر لړۍ وروسته پخپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي : “ خدای شته تر دې لوبلړۍ وړاندې هم ګومان همدا و چې نتیجه به همداسې وي. دلایل یې بېلا بېل دي لکه د هغوی قوت او تجربه. پاکستان تر اوسه څه کم زر نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړې دي او دا نننۍ لوبه د افغانستان د تاریخ ۱۵۰ مه لوبه وه. کورنی کرېکت او نور شرایط هم چې ورباندې کړې د دې تلې تله ښکاره ده چې یوې خوا باید کږه وي. “
ده زیاته کړې، دې لوبلړۍ ته د افغانستان لوبډله عالي وه، تر دې ښایي ښه کېدای نه شوای. په دې لوبو کې د لوبغاړو انتخاب بیا جلا خبره ده، په تېره بیا نننۍ لوبه کې.
د پسرلي په وینا، د ګربز سلیزه او د ابراهیم ۸۰ منډې عالي وې ، وروستۍ لوبه کې د ریاض او شاهد کمال مقاومت هم هیله بښوونکی و. منم چې ورو لوبېدل خو د وخت تقاضا او د پېچ تقاضا وه. د مجیب ریکارډ ماتونکې چټکه پنځوسیزه په شاباسي ارزي.
دی وایي، نور نو په دې درېیو لوبو کې د منډه جوړونکو یادول هسې د وخت ضایع ده. حشمت ونه چلېد، رحمت وایي وروستیو دوو لوبو کې ټپي وو او نجیب خو له پیله نه وو. بالېنګ بد نه و، خو شاید په ښه توګه ونه کارول شو، په تېره دویمه لوبه کې چې کله به هم هېر نه شي.
د هغه په وینا، څوک چې د بدلونونو غوښتنې کوي تر اسیا جام یا نړیوال جام وړاندې به ښه نه وي خو تر هغه وروسته باید یا شاید غور پرې وکړي. د ۲۰۱۹ کال نړۍوال جام مو په یاد دي چې تر سیالیو وړاندې بدلون هر څه خراب کړل.
دی وایي : “په دې درېیو لوبو کې که لومړۍ او دریمه هېره کړو دویمه دا هیله راکوي چې که منډه جوړونکي ودرېږي د نړۍ هرې لوبډلې ته د ماتې ورکولو جوګه یوو. په دې هیله چې له دې لوبلړۍ افغان لوبغاړو ډېر څه زده کړي وي چې په اسیا کپ کې یې له بنګله دېش او سرېلنکا سره په لوبو کې وکاروي. “
خو د کرکټ بورډ پخواني کارکوونکی او د کرکټ لوبې څارونکي بشیر عمر پخپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې په ستراتيژیک ډول د ځینو افغان لوبغاړو د راتلونکي د تباه کولو هڅه روانه ده.
هغه پر لوبډلې او روزونکو کلکې نیوکې کړې او ویلي، ځوان لوبغاړی عبدالرحمن د افغانستان د تیزو بالرانو له ډلې څخه دی، که وخت ورکړل شي او کار پرې وشي بهترین بالر ثابتیدلې شي.
ده زیاته کړې : “میراثیان نه غواړي چې داسې ځوان توپ اچوونکي د ملي لوبډلې برخه شي ، ځوانانو ته باید بار بار چانس ورکړل شي، ولې ناکامې او تجربه شوې څهرې بیا بیا راوستل کېږي. “
د کرکټ ډیرې مینه وال بیا تر ټولو زیاتې نیوکې پر لوبډلمشر کوي چې د فیلډنګ پر مهال توپ اچوونکي په سمه توګه نه شي کارولی، چېرې چې د کوم توپ اچوونکي اړتیا وي، هلته پرې توپ اچوونه نه کوي.
دغه راز په دې درېیو لوبو کې کېچونه هم ډېر زیات وغورځول شول چې د کرکټ مینه والو پرې سختې وکړې او د لوبو د ماتې لامل یې همدا د کېچونو غورځول یاد کړل.
د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په اړه پخوانی ملي لوبغاړی هستي ګل عابد وایي چې هغه دې اوس مهال خپل بیټنګ ته پاملرنه وکړي او له لوبډلمشرۍ دې لرې کړل شي.
هغه په فیسبوک کې لیکلي : دا چې افغانستان د کرکټ اسیا او نړیوال جام ته روان دی. نو بهتره به دا وي چې د ملي ټیم د ټولو نه مجربه او سابقه دار لوبغاړي محمد نبي ته کپتان وسپارل شي. ترڅو ټول د ېوې روحېې سره بیرته راپورته شي، حشمت شهیدي لپاره دا مسولیت دروند ښکاري. باید خپل بیټینګ ته توجه وکړي. “
پاکستان سره تر سیالیومخکې د ټاکنیزې کمېټې مشر اسدالله خان په یوه کنفرانس کې ویلي وو، چې د پاکستان پر وړاندې دغه لوبې د اسیا او نړۍوال کرکټ جامونو لپاره د چمتووالي په برخه کې ډېرې مهمې دي.
دی وایي، که په افغان لوبغاړو کې کومې نیګړتیاوې موجودې وي نو په دغو سیالیو کې به په نښه شي او روزونکی به پرې کار وکړي څو راتلونکو لوبو ته ښه اماده شي.
هغه زیاته کړې وه، چې پاکستان سره لوبو لپاره له روزونکو او کپتان سره په ګډه تر ټولو غوره لوبډله جوړه کړې ده.