ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې یوه خیریه بنسټ څه باندې دوه زره ماشومانو او ښځو ته د وړیا زده‌‎کړو زمینه برابره کړې

هرات کې یوه خیریه بنسټ څه باندې دوه زره ماشومانو او ښځو ته د وړیا زده‌‎کړو زمینه برابره کړې

author avatar
27 Aug 2023 - 15:33
هرات کې یوه خیریه بنسټ څه باندې دوه زره ماشومانو او ښځو ته د وړیا زده‌‎کړو زمینه برابره کړې
author avatar
27 Aug 2023 - 15:33

هرات (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): هرات کې یوه خیریه بنسټ څه باندې دوه زره ماشومانو او ښځو ته په وړیا ډول د قرانکریم او خیاطۍ زده‌کړو زمینه برابره کړې چې دغه کار د هرات د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوی دی.

د مېلاد خیریه بنسټ مسوول عبدالاحد اسکندري پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی توانېدلي د قرانکریم او خیاطي زده کولو ټولګیو په جوړولو سره لږ تر لږه ۲۱۰۰ اړمنو ښځو او ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د هغه په خبره، دا مهال په دغه خیریه بنسټ کې د هرات د کار او ټولنیزو چارو له ریاست سره په همغمږۍ په بېلا بېلو وختونو کې په ۲۶ ټولګیو کې ماشومانو ته د قرانکریم او تر زرو ډېرو اړمنو او مستحقو ښځو ته د خیاطۍ زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

بلخوا، د دغه بنسټ ښوونکي هم خوښ دي چې اړمنو ښځو او ماشومانو ته یې په دغه مرکز کې د قرانکریم او خیاطۍ زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

ملینا هغه ښځه ده چې په دغه مرکز کې یې قرانکریم زده کړی او اوس یو شمېر نورو ښځو ته درس ورکوي.

دا وايي چې دمګړۍ د ښوونځیو دروازې تړلې او ټولې مېرمنې باید له دغه فرصته په استفادې قرانکریم او خیاطي زده کړي.

یو شمېر هغه زده‌کوونکي چې په دغه مرکز کې د قرانکریم او دیني علومو زده‌کړې کوي، له ښځو د دغه بنسټ ملاتړ له امله مننه کوي.

یوه ګډونواله جمیله وايي: «زه دلته راغلم څو وکولای شم قرانکریم زده کړم او خپلې کورنۍ ته یې هم وښیم.»

بله ښځه حمیرا چې یاد مرکز کې خیاطي زده کوي، د دغه بنسټ له مشرتابه د مننې ترڅنګ پژواک ته وویل، ډېر د خوښۍ ځای دی چې بې‌سرپرسته ښځو ته دغه ډول پروګرام جوړ شوی دی.

دې زیاته کړه، باید هڅه وشي څو اړمنو ښځو او بې‌سرپرسته کورنیو ته د خیاطۍ ترڅنګ په نورو برخو کې هم دغه ډول پرواګرامونه جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر کارپوهان پر دې باور دي چې په هېواد کې بېوزلي ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده او د دغه ډول فرصتونو رامنځته کېدل د اړمنو کورنیو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز لري.

د پوهتنون استاد صبغت‌الله یورش وویل چې د فن او حرفې زده کول د بې‌سرپرسته کورنیو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز کوي، خو د کاري زمینې نه شتون د ډېری حرفه‌یي ښځو د بې‌کاره کېدو لامل شوی دی.

ده وویل چې په یاد لایت کې خلکو ته د دغه ډول پروګرامونو جوړولو احساس د درناوي وړ دی خو حکومت هم باید د اړمنو، په ځانګړې توګه د بې‌سرپرسته کورنیو ستونزې په دایمي او اساسي ډول هوارې کړي.

په ورته مهال، د دغه ولایت سیمه‌ییزه اداره له خلکو، کاکوونکو، کسب‌کارانو او د دغه لایت له اوسېدو ملاتړ له خپلو لومړیتوبونو ګڼي.

د هرات د والي ویاند مولوي نثاراحمد الیاس پژواک ته وویل چې اسلامي امارت په هېواد کې د خلکو او بېلابېلو اقلیتونو ودې ته ژمن دی او په تېرو دوو کلونو کې سیمه‌ییزې ادارې د دغه ولایت له ډېری سوداګرو ښځو ملاتړ کړی دی.

Views: 132

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.