Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اغاخان فرهنګي بنسټ غزني کې د باباجي تاریخي جومات رغوي

د اغاخان فرهنګي بنسټ غزني کې د باباجي تاریخي جومات رغوي

غزني‌ښار (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): غزني کې مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د اغاخان فرهنګي بنسټ له لوري د باباجي تاریخي جومات بیارغول کېږي.

نن د اغاخان فرهنګي بنسټ پلاوي غزني کې له یاد جوماته لیدنه وکړه، ویې ویل چې په دغه ولایت کې د باباجي په نوم تاریخي جومات د بیارغونې او استحکام بندۍ چارې به ډېر ژر پیل کړي.

د یاد پلاوي مشر انجنیر فضل‌کریم احمدي وویل چې هوا مخ په سړېدو ده، د دوی بنسټ به سږ کال یوازې د باباجي تاریخي جومات د بیارغوني لپاره د استحکام بندي لومړني کارونه ترسره کړي، څو د اساسي رغوني مودې لپاره یې د نړېدو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه، د دوی مسلکي کسانو نن د دغه تاریخي جومات سروې، براورد او اسناد بشپړ کړي، څو په راتلونکي کال کې د یاد جومات د اساسي رغونې لپاره د یاد بنسټ له لوري کړنې ترسره شي.

په ورته وخت کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور ريیس حمیدالله نثار د اغاخان فرهنګي بنسټ له غه کاره هرکلی کوي او وایي چې د باباجي تاریخي جومات اوږده تاریخي مخینه لري او د یاد جومات اساسي رغول مهم دي.

د یادونې ده، غزني د هېواد یو له لرغونو او تاریخي ولایتونو دی چې په ډېر شمېر تاریخي ابدې لري، د دغو ابدو یو شمېر په ۲۰۱۳ میلادي کال کې چې غزني د اسلامي هېوادونو پلازمېنه ونومول شو، رغول شوې او ځینې نورې یې رغونې ته اړتیا لري.

Views: 125

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.