کابل (پژواک، ۵ سنبله ۱۴۰۲): د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر ته کابل ته د سفر بلنه ورکړې ده.
د ایران بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ناوخته یوه ټويټ کې ويلي چې د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل افغان سیال سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې چې د ځينو ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
د سرچینې په خبره، متقي امیرعبداللهیان ته کابل ته د سفر بلنې ورکولو ترڅنګ د کابل او تهران اړیکې ښې وبللې.
په ورته وخت کې امیر عبداللهیان په ایران کې د افغان کډوالو پراخ حضور ته په اشاره ویلي: «تهران د افغانستان د خلکو د هوساینې، ثبات او امنیت برخه کې په افغانستان کې د ټولو اړخونو پر همکارۍ ټینګار کوي.»
له بلې خوا، د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران بهرنیو چارو وزیر په دې خبرو کې د هلمند له اوبو د دغه هېواد پر حقابې د ټینګار ترڅنګ او د افغانستان او ایران فني پلاوو وروستیو لیدنو ته پام سره ویلي، له افغانستانه د ایران پلاوي وروستۍ لیدنه چې د ۱۳۵۱ کال هوکړې له مخې شوې، مرسته کوي چې لا روڼتیا رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل ویلي چې مولوي امیرخان متقي د جواد کریمي قدوسي په مشرۍ د ایران د ولسي جرګې له اته کسیزې پلاوي سره په کابل کې لیدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP