Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فراه په پرچمن کې یوه کس ځان‌وژنه کړې ده

فراه (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): فراه کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې یوه کس ځانوژنه کړې ده.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه نن غرمه ۱۲ بجې د پرچمن ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې د پرچمن ولسوال مولوي محمدیاسین ابودوجانه له قوله لیکل شوي چې مقتول عاطف نومېدو او د کورني تاوتریخوالي له امله يې ځان وژلی دی.

سرچینې د پېښې دقیق ځای او نور جزئیات نه دي په ډاګه کړي خو ويلي يې دي چې مقتول د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژلی او شاوخوا ۴۰ کاله عمر يې درلود.

دا په داسې حال کې ده چې ځان‌‎وژنه د اسلام له نظره لوه ګناه ده او څوک باید د ژوند د حلېدونکو ستونزو له امله پر داسې ناوړه کار لاس پورې نه کړي او د دې لویې ګناه مرتکب نه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.