کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ایراني پلاوي سره ليدنه کې ویلي، افغانستان د ایران صنعتي توکو لپاره ښه مارکېټ دی او اړينه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ برخو کې لا اسانتیاوې رامنځته شي.
د افغانستان بهرنيو چاور وزارت مرستیال ویاند حافظ ضياءاحمد تکل وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران د استازو مجلس له اووه کسیز پلاوي سره – چې مشري يې جواد کریمي قدوسي کوي- تېره ورځ په کابل کې وکتل.
هغه زياتوي، متقي په ياده ناسته کې ویلي چې د ګاونډيو هېوادونو په شمول د سیمې له هېوادونو سره سوداګري او ترانزیټ روان دي او افغانستان اوسمهال د هېوادونو ترمنځ د اتصال پر مرکز بدلېدونکی دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټينګار کړی چې افغانستان د ایران صنعتي توکو لپاره ښه مارکېټ دی، نو اړينه ده چې دواړه هېوادونه د سوداګرۍ او ترانزیټ برخو کې لا اسانتیاوې رامنځته کړي او له دغه فرصته پوره ګټه واخلي.
دغه راز، مولوي امیرخان متقي ويلي چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي داعش له منځه يوسي او دغه سراسري امنیت نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونو په ګټه دی.
هغه زياته کړې، له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان سرپرست حکومت اغېزناک ګامونه پورته کړي او د کوکنارو کښت نږدې صفر ته راښکته شوی دی.
متقي ويلي: «د تېر امارت پر مهال افغانستان یوازې د زرګونو په تعداد کې معتادین درلودل خو د ٢٠ کلن اشغال په موده کې دا شمېر تر څلور میلیون پورې ورسېد چې د افغانستان اسلامي امارت يې تداوي پيل کړې او په دې وروستیو څو میاشتو کې یې لسګونه زره معتادین تداوي کړي او دغه چاره دوام مومي.»
تکل وايي، د ایران د استازو مجلس غړو په دې ناسته کې وویل چې د قاچاق مخنیوي، سرحدي ستونزو د مدیریت او د «غیر مجاز خلکو» د تګ راتګ مخنیوي په اړه باید دواړه لوري په ګډه کار وکړي او د حل لار ورته ولټوي.
د تکل په وینا، هغوی وویل، ایران چمتو دی چې په ګڼو مواردو کې د ګټې اخيستنې په موخه له اسلامي امارت سره خپلې تجربې شریکې کړي.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن