Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپل، پارون (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۲): سرپل او نورستان کې مسوولین وایي چې په دغو ولایتونو کې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت د څه باندې ۸ کیلومتره سړکونو جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوې دي.

د سرپل د ټولګټو رییس مولوي اسدالله مسرور پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د ټولګټو وزارت له بودجې د ۷،۵ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت کوهستانات ولسوالۍ د شپږ نیم کیلومتره سړک بیارغونې چارې پیل شوې.

 هغه وویل چې په دې پروژه کې د پنځو پلچکونو جوړول هم شامل دي.

د هغه په خبره، د کوهستانات ولسوالۍ د دغو پلچکونو او سړک جوړېدو سره به ناروغان پر وخت روغتون ته ورسول شي او د بزګرو میوې به هم پر وخت بازار ته ورسیږي.

هغه وایي، دغه شپږ نیم کیلومتره سړک له ده سرخ کلي نه تر مدرسې کلي پورې غځېدلی دی چې ۳ میاشتو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کوهستانات ولسوالۍ د ده سرخ کلي یوه اوسېدونکي حاجي حکیم په دې اړه پژواک ته وویل، مخکې به په دغه سړک موټرو ډېر په ستونزو تګ راتګ کاوه، موټرچلوونکي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

 په ورته وخت کې نورستان کې د ۲،۸ میلیون افغانیو په لګښت د یو نیم کیلومتر سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.

د نورستان د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي احسان‌الله وایي، دغه سړک د نورګرام ولسوالۍ په پنډاسپلای کلي کې جوړیږي چې له دې مخکې یې سړک نه درلود.

هغه وویل چې دا سړک د کلیو او پراختیا ریاست تر څارنې لاندې د ډاکار موسسې په تخنیکي همکارۍ او د «UNOPS» موسسې په مالي ملاتړ جوړیږي.

د دغه کلي یو اوسېدونکی احمدګل وایي چې د دغه سړک په جوړېدو خوښ دی ځکه چې ډېرې ستونزې به يې حل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.