ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته ولاړه

د کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته ولاړه

author avatar
28 Aug 2023 - 16:48
د کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته ولاړه
ارشیف
author avatar
28 Aug 2023 - 16:48

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلې ده.

د پاکستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو لپاره د دغه هېواد لاهور ښار ته ورسېده.

دغه راز د اسیا جام سیالۍ د شپږو لوبډلو ترمنځ د روانې اګسټ میاشتې په ۳۰مه پیلېږي او د سپټمبر تر ۱۷مې به دوام ولري.

په یادو سیالیو کې هند، پاکستان، نیپال په الف ګروپ، افغانستان، بنګله‌‎دېش او سریلانکا په ب ګروپ کې ځای لري.

د اسیا جام سیالۍ په سریلانکا او پاکستان هېوادونو کې ترسره کېږي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه له بنګله‌دېش سره د راتلونکې سپټمبر میاشتې په درېیمه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کړي.

Views: 265

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.