کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان بانک سرپرست وایي، تر راتلونکو دوه نیمو میاشتو به په سوېل لوېديځ زون کې د افغانۍ کارول عام شي او له هغه وروسته څوک نه شي کولای په راکړو ورکړو کې «بهرني اسعار» وکاروي.
د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغانستان بانک سرپرست هدایتالله بدري دغه څرګندونې نن کندهار کې د بانکي سکټور پیاوړتیا او د افغانۍ ارزښت د ثبات لپاره په جوړ شوي ورکشاپ کې وکړې.
د نوري په خبره، په یاد ورکشاپ کې د کندهار، زابل، هلمند، اروزګان او ډایکنډي ولایتونو چارواکو برخه اخیستې وه.
بدري په دغه ورکشاپ کې د سوېل لوېديځ زون له خلکو غوښتي چې د ملي پیسو د ثبات لپاره دې په ټولو داخلي راکړو ورکړو کې افغانۍ وکاروي.
بدری زیاته کړې: «هېواد کې په کورنیو راکړو ورکړو کې د بهرنیو اسعارو کارولو د بندیز د پروسې تطبیق یو تدریجي بهیر دی چې د ټولو مسوولو بنسټونو او د هېواد پتمنو خلکو همکارۍ ته اړتیا لري.»
د کندهار والي حاجي ملا شیرین اخند وویل، افغانۍ د سيمې په کچه يو له تر ټولو باثباته او ارزښت لرونکو پولي واحدونو له ډلې ده.
هغه له خلکو، صنعتکارانو، توليدي شرکتونو او سوداګرو وغوښتل چې په خپلو کورنيو راکړو ورکړو کې افغانۍ وکاروي او په غوره توګه یې د دودولو په برخه کې د ترویج د پروسې چې یوه ملي پروسه ده، ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د ځینو نورو ولایتونو ترڅنګ د سویل لویدیځ زون په ځینو ولایتونو کې خلک ځینې راکړې ورکړې په پاکستانۍ کلدارو کوي.
Views: 320
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن