ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عمران خان سزا ځنډول شوې خو د بلې قضیې درلودو له امله لا هم بندي دی

د عمران خان سزا ځنډول شوې خو د بلې قضیې درلودو له امله لا هم بندي دی

author avatar
30 Aug 2023 - 00:24
د عمران خان سزا ځنډول شوې خو د بلې قضیې درلودو له امله لا هم بندي دی
author avatar
30 Aug 2023 - 00:24

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۲): د اسلام‌اباد عالي محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان سزا ځنډولې خو په یوه بله قضیه کې لا په زندان کې ساتل شوی.

له دې مخکې یوې لومړنۍ محکمې عمران خان ته د دولتي ډالیو پلورل کېدو یوه جرم کې پر درې کاله بند محکوم او نااهله ګرځولی و.

خو د اسلام‌اباد عالي محکمې له څو ورځو بحثونو وروسته د وږي په ۷مه د هغه سزا وځنډوله او د خوشي کولو امر یې وکړ.

د عمران خان مدافع وکیل شېرافضل خان مروت د دوشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، که د بهرنیو هېوادونو تحفو کې د مالي غبن قضیه کې محکمه د عمران خان سزا وځنډوي نو د دې لپاره چې عمران خان په نورو قضیو کې هم ښکېل دی نو د هغه سمدستي خوشي کېدل امکان نه لري.

د اسلام‌اباد عالي محکمې د مشر قاضي عامر فاروق او طارق جهانګیري په ګډون دوه کسیز پلاوي د دوشنبې په ورځ د عمران خان د سزا په خلاف محکمې ته په شوي غوښتنلیک کې د تحریک انصاف ګوند او د حکومتي وکیلانو دلیلونه اورېدلي او پر دې قضیه باندې یې خپله پرېکړه خوندي کړې وه.

د اسلام‌اباد عالي محکمې خپله پرېکړه د سه شنبې ورځې له غرمې مخکې اعلان کړه.

[/restrict]

Views: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.