ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني پای ته ورسېده

جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
30 Aug 2023 - 19:37
جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
30 Aug 2023 - 19:37

شبرغان (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۲): جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

په هغې قومي جرګه کې چې نن د شبرغان ښار د منګوتي کلي په جګدلیک جومات کې د دوو کورنیو د پخلاینې په موخه جوړه شوې وه، لسګونه دیني عالمانو، قومي مشرانو او د دښمنو کورنیو غړو ګډون درلود.

د یادې جرګې د ګډون‌کوونکو په وینا، له مذاکرې وروسته یې د یادو دوو کورنیو ترمنځ دښمني پر دوستي بدله کړه او په هېواد کې د مېشتو قومونو ترمنځ د یووالي او یو بل منلو غوښتونکي شول.

د دې جرګې د غړو په وینا، یادې دوه کورنۍ چې د ترور او ماما زامن کېږي، د شبرغان ښار د منګوتي کلي اوسېدونکې دي چې له پنځو کلونو راهیسې یې دښمني درلوده او ان ترمنځ یې قتل هم شوی و.

د جوزجان یو قومي مشر او د یادې جرګې برخه‌وال شېرشاه بابري پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه جرګه د دوو کورنیو د دښمنۍ پای ته رسولو په موخه جوړه شوې ده چې نن یې ترمنځ سوله وشوه.

هغه زیاته کړه: «دواړو خواوو زموږ زارۍ ومنلې او دا جرګه جوړه شوه ان‌شاءالله زموږ هڅه همدا ده چې خلکو ته خدمت وکړو او د خلکو خیر غواړو، منفي فکر کول نور خلکو ته ارزښت نه لري.»

جوزجان کې یو بل قومي مشر او د یادې جرګې غړي عبدالخالق حقیار وویل چې دښمني او جنجالونه د کورنیو په ګټه نه دي او باید یو د بل پر وړاندې له صبر او حوصلې کار واخلي.

نوموړی وایي: «بالاخره د علماوو او سپین‌ږیرو او زموږ په منځګړیتوب چې له شبرغان ښاره راغلي یو، موضوع مو فیصله کړه، دواړه خواوې مو سره پخلا کړې، موضوع نوره هواره شوه، ان‌شاءالله په راتلونکي کې د دواړو ترمنځ کومه ستونزه نشته.»

نوموړی د کورنیو ترمنځ هر ډول دښمني د کورنیو او ټولنې پر زیان ګڼي او وایي، هر افغان باید د دښمنیو د له منځه وړلو لپاره خپله هڅه وکړي څو له تاوتریخوالي پاکه ټولنه رامنځته شي.

همدارنګه د دې قومي جرګې جوړوونکی عبدالمطلب افغانیار وایي، د دښمنیو او اختلافونو د له منځه وړو لپاره ناوخته نه دی او بل هیڅ شی د سولې په څېر خوږ نه وي.

هغه خوښ دی چې یادو کورنیو خپله پنځه کلنه دښمني پای ته ورسوله او په هېواد کې یې د مېشتو قومونو پر یووالي او یو بل منلو ټینګار وکړ.

سرچینې زیاته کړه: «خوښ یم، له یادو دوو کورنیو او قومونو مننه کوم چې زموږ غږ یې واورېد او ترمنځ یې سوله وشوه، له ټول افغان ولسه هیله کوم چې د جګړو پر مهال جوړې شوې دښمنۍ د جرګو له لارې پای ته ورسوي.»

په دې جرګه کې د یادو دښمنو کورنیو غړو یو بل په غېږ کې ونیول او پنځه کلنې دښمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود.

په دې جرګه کې د ماما او ترور دوو زامنو داوود او دادشاه وویل، پنخه کاله مخکې یې ترمنځ پر یوې وړې مسئلې اختلاف پیدا شو او وروسته پر خونړي تاوتریخوالي واوښت.

دادشاه چې په دې جرګه کې یې حضور درلود، د خپلې دې دښمنۍ د قضیې په اړه یې ډېر جزئیات ورنه کړل خو ویې ویل: «پنځه کاله مخکې مې ورور د الف‌شاه په نوم زما د ماما زوی وژلی و، له همدې امله تر اوسه زموږ ترمنځ دښمني وه.»

نوموړي زیاته کړه: «شکر موږ نن روغه جوړه وکړه، وروسته له دې به د ورورولۍ ژوند کوو او نور هیڅ ستونزه نه لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د کورنیو ترمنځ د دښمنۍ او اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره قومي جرګې ډېرې شوې دي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.