کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۲): په کابل کې د علماوو او قومي مشرانو غونډې ګډونوالو ویلي، ا.ا دې له نړۍ سره په تعامل کې د اسلامي شریعت، خپلواکۍ او عصر له غوښتنو سره سم له لازمې تګلارې کار واخلي او نړۍ دې هم مسوولانه چلند وکړي څو د دواړو لورو ترمنځ بشپړ رسمي تعامل ته زمينه برابره شي.
نن په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د سلګونو کسانو په ګډون غونډه جوړه شوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، نن کابل د علماوو او ولسي سپينږیرو د سترې غونډې کوربه دی او په دې غونډه کې د ملت پر یووالي، پرمختګ او د ملت او نظام ترمنځ پر لا همغږۍ تمرکز کېږي.
دې غونډې ته رسنۍ نه وې بلل شوې خو باختر دولتي اژانس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یادې غونډې ګډونوالو په پرېکړهلیک کې له اسلامي امارته غوښتي چې له نړۍ سره په تعامل کې د اسلامي شریعت، خپلواکۍ او د افغانستان د حيثيت، ملي مصالحو او د عصر د غوښتنو له په نظر کې نيولو سره سم له لازمې تګلارې کار واخلي.
په پرېکړهلیک کې له نړۍوالې ټولنې غوښتل شوي چې د افغانستان له حاکم نظام او ځمکنيو واقعیتونو سره معقول او مسوولانه چلند او تعامل وکړي، څو د دواړو لورو ترمنځ د لازم تفاهم او بشپړ رسمي تعامل زمينه برابره شي.
هغوي دغه راز ویلي، ا.ا. دې د خپل اقتصادمحوره بهرني سیاست پر بنسټ له ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي څو د هېواد په صادراتو او وارداتو کې اسانتیاوې ډېرې شي او افغاني محصولاتو ته ښه مارکېټ پیدا شي.
هغوی دغه راز له اسلامي امارته غوښتي چې په هېواد کې د پانګونې، کانونو او په ښارونو کې د ودانیو جوړولو په قوانینو او حکومتولۍ کې اسانتیا ډېره کړي او خنډونه دې له منځه یوسي څو پروسې چټکې او ساده او کاري فرصتونه ډېر شي.
د راپور له مخې، په نننۍ غونډه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي: «موږ بايد د خپل تېر تاريخ له جريانونو درس واخلو او پر دې پوه شو چې ظالمانو او د هېواد دښمنانو ته لاس ورکول او ترې د مرستې غوښتل د هیچا په ګټه نه دي.»
هغه ویلي چې د پرديو په لاس هیڅکله وطن نه جوړېږي، افغانان بايد خپل وطن په خپله جوړ او هېواد له سيالانو سره سيال کړي.
د کورنيو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني هم په دې ناسته کې ویلي: «په جهادي دوره کې د هېوادوالو سرښندنې او قربانۍ د اشغالګرو د ماتې سبب شوې، اوس د دې وخت دی چې ټول د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ يې وکړي.»
هغه زیاته کړې چې د افغانستان کمزوری کول د ټولو پر زيان دي او په نړۍوالو مجلسونو کې هم ژمنې شوې او ډاډ ورکړل شوی چې نړۍوال په افغانستان کې د مخالفتونو پلوي نه کوي.
دغه راز د لوړو زدهکړو سرپرست مولوي ندامحمد نديم په یاده ناسته کې ویلي، هغه نظامونه بريالي دي چې له علماء کرامو سره مشورې ولري او په بېلابېلو برخو کې د هغوی مشورې واخلي او عملي يې کړي.
هغه له علماء کرامو غوښتي چې د اسلام سپېڅلي دين د خدمت او د نظام ساتنې او ملاتړ لپاره خپل مسووليت ادا کړي او خپلې مشورې له چارواکو سره شريکې کړي.
د کابل والي شیخ محمدقاسم خالد نننۍ غونډې ته ویلي: «افغانان هغه قوم دی چې د تاريخ په اوږدو کې يې د هېواد قيادت د عالمانو په لاس کې و او اوس یې هم للهالحمد قيادت د مشايخو او علماوو په لاس کې دی.»
هغه ویلي چې په ټول افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی او د هېواد په ټوله جغرافیه کې امنیت ټینګ شوی دی.
د کابل ولايت د عالمانو شورا ریيس شیخ خليفه دينمحمد په دې غونډه کې ویلي چې د دين او شريعت نافذول يوازې د عالمانو او مسوولينو وجيبه نه، بلکې دا د ټولو مسلمانانو مسووليت دی چې په دې برخه کې خپله ونډه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP