ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د مخکني نظام يو شمېر کسانو ته د خونديتوب کارتونه ورکړل شوي»

«د مخکني نظام يو شمېر کسانو ته د خونديتوب کارتونه ورکړل شوي»

author avatar
30 Aug 2023 - 14:18
«د مخکني نظام يو شمېر کسانو ته د خونديتوب کارتونه ورکړل شوي»
author avatar
30 Aug 2023 - 14:18

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۲): له افغان شخصیتونو سره د اړيکو کمېسیون وایي، په هېواد کې یې د مخکني نظام د ولسي جرګې یو شمېر غړو، جنرالانو او علمي شخصیتونو ته د خونديتوب کارتونه ورکړي دي.

دغه کمېسیون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له خوا په هېواد کې د تېرې ادارې د پاتې یو شمېر ولسي جرګې غړو، جنرالانو او علمي شخصیتونو ته د مصوونیت کارتونه ورکړل شول.»

په دې اړه د تماس کمېسیون د دارالانشاء رییس مولوي ذاکر وايي، اسلامي امارت هڅه کوي په هېواد کې پاتې پخوانیو سیاسي څېرو ته د ډاډمن ژوند لارې چارې برابرې کړي.

نوموړی زياتوي، په کور دننه پخواني سیاسي کسانو ته د مصوونیت کارتونه له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د نوي طرزالعمل پر بنسټ وېشل کېږي او له بهره د راتلونکو سیاسي کسانو ترڅنګ په هېواد کې پاتې سیاستوال هم کولی شي دغه کارت ترلاسه کړي.

بلخوا له افغان شخصیتونو سره د اړيکو کمېسیون ویاند احمدالله وثیق پژواک ته وویل، دا د اعتماد یو کارت دی او دغه کسان کولای شي چې د افغانستان هرې برخې ته ولاړ شي او دوی به د دغه کارت په وسیله له کوم تهدید او ستونزې سره نه مخ کېږي.

هغه وویل: «د مصونیت کارت امتیاز دا دی چې ډېر خلک هڅه کوي چې په یو او بل نوم باندې خلک وځوروي او یا پر دوی باندې ناثابت شوې دعوې کوي خو که دغه کارت ورسره وي، بیا خلک مستقیم نه شي کولای چې پر دغو کسانو دعوه وکړي او یا یې له لاسه ونیسي او محکمې ته يې بوځي.»

هغه زیاته کړه، که هر چا له دغو کسانو سره څه حقوقي او بله دعوه وي، لومړی به یې د تماس له کمېسیون سره شریکوي او هغوی به بیا دواړه لوري راغواړي او موضوع به حل کوي.

هغه وويل، کومو کسانو ته چې دغه کارتونه ورکول کېږي، هیڅوک يې پر دې ځورولى نه شي چې ګواکې په تېر نظام کې یې دنده ترسره کړې؛ ځکه هغو ټولو ته عفوه شوې ده.

د یادونې ده، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یو شمېر افغان سیاستوال او د تېر حکومت چارواکي بهرنیو هېوادونو ته ولاړل خو یو شمېر بیا له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په هڅو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

Views: 487

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.