ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: تېرو دوو کلونو کې مو د تخلیې او نورو پروګرامونو له لارې ۱۱۵ زره افغانان را انتقال کړي

امریکا: تېرو دوو کلونو کې مو د تخلیې او نورو پروګرامونو له لارې ۱۱۵ زره افغانان را انتقال کړي

author avatar
31 Aug 2023 - 02:51
امریکا: تېرو دوو کلونو کې مو د تخلیې او نورو پروګرامونو له لارې ۱۱۵ زره افغانان را انتقال کړي
author avatar
31 Aug 2023 - 02:51

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۲): د امریکا د کورني امنیت وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو له دوو کلونو پوره کېدو سره ویلي، دوی د تخلیې پروګرام له لارې څه باندې ۱۱۵ زره افغانانو ته پناه ورکړې ده.

دوه کاله مخکې، د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په ۳۰مه د وروستي امریکایي سرتېري په وتلو سره له افغانستانه د بهرنیو  ځواکونو د وتلو پروسه بشپړه شوه.

دغه کار په قطر کې هغه مهال د طالبانو او امریکا ترمنځ له دوو کلونو مذاکراتو وروسته د یوه تړون له مخې ممکن شو.

د امریکا د کورني امنیت وزارت (ډي‌اېچ‌اېس) له خوا د وږي په اتمه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوه کاله مخکې ولسمشر بایډن دغه وزارت ته لارښوونه وکړه چې د «متحدینو د ښه راغلاست» تر عنوان لاندې تر ټولو ستر ماموریت ترسره کړي.

د کورني امنیت وزیر الیجاندرو مایورکاس ویلي، په دغه ماموریت کې دوی هغه افغانان د تخلیې پروګرام له لارې وایستل چې له امریکا سره یې په افغانستان کې د نږدې شل کلن ماموریت پر مهال اوږه په اوږه درېدلي وو.

هغه زیاته کړې: «نن زموږ هېواد نور هم پیاوړی شوی؛ ځکه چې موږ ۱۱۵ زره افغانانو ته په خپل هېواد کې ځای ورکړی، دوی په ټوله امریکا کې له بېلابېلو ټولنو سره یو ځای شوي او د امریکا په اقتصادي پرمختګ کې خپله ونډه اخلي او د خپلو کورنیو ملاتړ هم کوي.»

هغه ویلي، د دغه ماموریت په بریالیتوب کې ځایي ټولنو او نورو امریکایي وګړو هم بشپړه ونډه اخیستې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وایي، د ولسمشر بایډن حکومت د نوو راغلو افغانانو امنیت، خوندیتوب او ښې راتلونکي یقیني کولو ته ژمن دی.

سرچینې زیاته کړې، حکومت له کانګرېس سره په ګډه کار کوي څو د «افغانانو د ځای پر ځای کولو مصوبه» پاس شي او د تخلیې پروګرام کې په بشردوستانه ویزو راغلي افغانان دلته په قانوني توګه د دایمې اوسېدو لپاره جوګه شي.

دغه وزارت ویلي، یوازې کانګرېس کولی شي چې له قانوني لارو افغانانو ته د دایمې اوسېدو لار برابره کړي، لکه چې له دې مخکې د وېتنام او خلیج له جګړو او ځینو نورو شخړو وروسته یې دغه کار کړی و.

د یادونې ده، دوه کاله مخکې د پخواني جمهوري حکومت له سقوط وروسته د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، شاوخوا درې میلیونه افغانان له هېواده وتلي چې ډېر یې پاکستان او ایران ته کډوال شوي دي.

دغه راز شاوخوا ۱۱۵ زره امریکا،  ۲۵ زره کسان جرمني، نږدې ۳۰ کاناډا او زرګونه نور هالنډ، ناروې، فرانسې، هسپانیا، ترکیې او نورو هېوادونو ته تللي دي.

[/restrict]

Views: 239

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.