کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار او نورو مهمو ځایونو کې د څه باندې ۶۲ زره امنیتي کمرو د نصبولو خبر ورکوي او خلک هم له دغه اقدامه خوښ دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، په ټول هېواد کې په ځانګړې توګه په پلازمېنه کې د خلکو د امنیت لا ښه ټینګښت په موخه امنیتي کمرې نصب شوې دي.
هغه زیاتوي: «اوسمهال په کابل او نورو مهمو ځایونو کې څه باندې ۶۲ زره امنیتي کمرې ظاهراً نصب شوې چې ښایي مخفي کمرې له دې هم ډېرې اوسي، الحمدالله دا مهم ځایونه د ګڼې ګونې ځایونه دي او نه یوازې په کابل ښار کې، بلکې په نورو مهمو ځایونو کې، د تګ راتګ ځایونه، د پولو هوایي دګرونه، ګمرکونه، په دغو ټولو ځایونو کې امنیتي کمرې نصب شوې دي.»
نوموړی دغه کار د جنایي جرمونو د کمېدو، د مجرمینو پر وخت نیولو او د نورو پېښو او جرمونو د مخنیوي لپاره مثبت بولي، وایي: «د خلکو رول هم په دې کې ډېر مهم دی، د خلکو لازمې همکارۍ له موږ سره وې، دا پروسه جریان لري چې الحمدالله د کورنیو چارو وزارت په خپله څلور کلنه ستراتیژۍ کې په پام کې لري چې په ټول هېواد کې، مهمو لویو لارو کې، مهمو ځایونو کې، مهمو ښارونو کې په څانګړې توګه په کابل کې امنیتي کمرې نصب کړي.»
قانع څرګنده کړه چې دا کار د یاد وزارت د څلور کلنې ستراتیژۍ یوه برخه ده چې اوس تر کار لاندې ده.
بلخوا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام ستایي او وایي چې د امنیتي کمرو لګول د جرمونو په مخنیوي او د مجرمینو په نیولو کې مرسته کوي.
د کابل ښار د دهمزنګ سیمې یوه اوسېدونکې عالیه پژواک خبري اژانس ته وايي، په هره کوڅه او د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې باید امنیتي کمرې نصب شي، څو امنیت لا ښه تامین شي.
هغه وایي: «پخوا امنیتي ارګانونو په کابل ښار کې له خلکو غوښتي وو چې د خپلو کورونو او دوکانونو پر سر امنیتي کمرې ولګوي؛ دا کار د هر ډول جرم د مخنیوي لپاره ګټور دی او موږ باید د خپل ځان او مال ساتلو لپاره دا کار وکړو.»
هغه له امنیتي چارواکو غواړي چې د ښار په هره برخه کې امنیتي کمرې ولګوي.
خو د کابل ښار د کمپنۍ سیمې یو اوسېدونکی محمدصابر وايي چې د کابل په ډېرو ځایونو کې امنیتي کمرې لګول شوې خو په نورو سیمو کې نشته دي.
هغه وایي: «د اختر په دریمه ورځ د کوټې سنګي پله لاندې یوه موټر کې سپور شوم او غوښتل مې دهافغانان ته راشم، د مخې سیټ کې کېناستم؛ د ډریور په ګډون پنځه تنه په موټر کې سپاره وو؛ کوم کس چې خوا ته مې ناست و، ویې ویل چې ځای تنګ شوی، ډریور وویل چې چوکۍ شاته کش کړي، په شا سیټ کې کس او ما هڅه وکړه چې چوکۍ شاته کش کړو خو ونه شوه، په همدې وخت کې ډریور وویل شهرنو ته ځي؟ ما وویل نه ښار (ده افغانان) ته، ویې ویل، موږ شهرنو ته ځو؛ موټر یې ودروه او ښکته شوم، موټر په تیز سرعت لاړ، پوی شوم چې کیسهبران وو او ټولې پیسې یې رانه غلا کړې وي.»
هغه وایي چې امنیتي ارګانونه ته یې خبر ورکړ او ویې غوښتل چې د کوټې سنګي پله لاندې کمرې چېک کړي، خو امنیتي ارګانونو وویل چې د هغې سیمې کمرې فعالې نه وې.
نوموړي له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې کابل ښار کې ټولې نصب شوې امنیتي کمرې فعالې وساتي؛ ځکه د نصب شوو کمرو فعال ساتل د مجرمینو په تعقیب کولو او نیولو کې مرسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP