کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، «امسيسي» کمپنۍ له لورې د لوګر مسعینک کان د استخراج لپاره یې نوې طرحه جوړه کړې چې په پلي کېدو سره به یې ډېر ژر عملي چارې پيل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې «امسيسي» کمپنۍ له لورې د لوګر ولايت مسعينک د کان کیندنې فعاليتونو پر چټکتیا او د مرکزي او غربي مسعينک د استخراج لپاره نوې طرحه جوړه شوې ده.
سرچینې لیکلي چې د یادې طرحې په پلي کولو سره به ډېر ژر عملي کار پیل شي او د اقتصادي پیاوړتیا او افغانانو ته به د استخدام شرایط برابر شي.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهابالدین دلاور هم په دې تړاو جوړه شوې غونډې ته ویلي چې د یادې پروژې کار دې ژر پیل شي.
د راپورونو له مخې، د مسعینک کان – چې د څه باندې ۱۱ میلیون ټنو مسو د شتون اټکل پکې شوی – د استخراج تړون په ۱۳۸۸ لمریز کال کې له یوې چینايي کمپنۍ سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسليک شوى دى.
د یاد کان په سیمه کې کیندنې شوې او یوازې په ۱۳۹۹ کال کې هلته ۳۱۰۰ تاریخي اثار موندل شوي؛ خو د کان اړوندې چارې ډېرې ورو پر مخ تلې او تر اوسه یې د استخراج چارې پیل شوې نه دي.
د مسعینک کان په نړۍواله کچه د مسو دویم تر ټولو لوی کان دی.
د مسعینک کان قراردادي کمپنۍ له دې مخکې ویلي وو چې د عینک له سيمې د لرغونو اثارو تر بشپړ لېږد وروسته به په عملي توګه د کانکېندنې چارې پيل کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن