کابل (پژواک، ۹ وږي ۱۴۰۲): د ریاستالوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره د مخه ښې په لیدنه کې ویلي، ترکیه دې د افغان کډوالو په مسایلو کې لازمه همکاري وکړي او افغان سوداګرو ته دې د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره د مخه ښې کتنه وکړه.
سرچينې د ارګینای له قوله لیکلي: «په تېرو دوه نیمو کلونو کې له اسلامي امارت سره په کار خوښ یم او تل زموږ لومړیتوب د افغانانو نېکمرغي او سعادت و؛ له همدې امله پخوا او اوس په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکار یو.»
هغه ویلي، په راتلونکي کې به له افغانستان سره د ترکیې مرستې او همکارۍ زیاتې شي.
هغه دغه راز ویلي، اوس د افغانستان او ترکیې سوداګریزې اړیکې د کال درې سوه میلیون ډالرو ته رسېږي او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې اندازه له یو میلیارد ډالرو ډېره شي.
ارګینای ویلي چې د ترکیې تاجران او پانګوال یې تل په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت له ترکیې سره په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، تعلیمي او تحصیلي برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
هغه ویلي: «هیله من یو چې افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې زیاتې اسانتیاوې برابرې شي او اسلامي امارت په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د ترکي پانګوالو ملاتړ کوي.»
حنفي دغه راز هیله څرګند کړې چې په افغانستان کې اقتصادي او پراختیایي پروژې ترسره شي، څو افغان ځوانان په کار بوخت شي او د خپل هېواد په ابادولو کې ونډه واخلي.
هغه له ترکیې غوښتي چې د افغان کډوالو په مسایلو کې لازمه همکاري وکړي.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن