[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۲): د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وایي، له کانګرېسه یې غوښتي چې په دغه هېواد کې د افغانانو د دایمې مېشتېدنې لپاره پلان تصویب کړي.
نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې ورځ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو دویمې کالیزې په مناسبت خپله وینا کې کړې دي.
بایډن زیاته کړې: «لکه څنګه چې دوی (افغانانو) په تېرو دوو لسیزو کې په خپل هېواد کې زموږ په ماموریت کې ونډه لرله او زموږ ترڅنګ ولاړ وو، زه هم د دوی ترڅنګ درېدو ته ژمن یم.»
دوه کاله مخکې، متحده ایالتونو په افغانستان کې خپله نږدې د دوو لسیزو جګړه پای ته ورسوله او وروستی امریکايي سرتېری له شاوخوا شل کلن پوځي حضور وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۰مه له افغانستانه ووت.
د ټاکل شوې نېټې له مخې، امریکا او لوېديځ متحدین یې باید د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۳۱مې نېټې د کابل له هوايي ډګره د خپلو ځواکونو ایستلو بهیر بشپړ کړی وای خو امریکايي او ناټو ځواکونو په ځايي وخت د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې د ۳۱مې نېټې په لومړیو ساعتونو کې د کابل له هوايي ډګره ووتل.
بایډن په افغانستان کې د دوو لسیزو جګړو په ترڅ کې د زرګونو وژل شوو او ټپي شوو امریکايي سرتېرو له سرښندنو مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، له افغانستانه د امریکايي پوځيانو له ایستلو راهیسې له دغه هېواد او نورو ځایونو د «تروریستي ګواښونو پر وړاندې د امریکا د ساتنې» په موخه له خپلو ټولو شته پوځي، ډیپلوماتیکو او استخباراتي سرچینو کار اخیستی دی.
بایډن وویل: «موږ وښوده چې له ترهګرو او هغو کسانو سره د مقابلې لپاره چې غواړي موږ ته زیان ورسوي، اړتیا نه لرو چې پر وړاندې یې د اقدام کولو لپاره خپل پوځیان د جګړې په ډګر کې وساتو.»

یاسیني په خپله وینا کې له امریکا وغوښتل چې په افغانستان کې بند پاتې «خپل متحدین» یوازې پرې نه ږدي او د هغوی د راانتقال لپاره جدي اقدامات وکړي.
یادونه: په دغه خبر کې د امریکا غږ له خبره استفاده شوې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP