ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان په چارچینو کې د شپږو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وشوه

د اروزګان په چارچینو کې د شپږو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وشوه

author avatar
1 Sep 2023 - 09:09
د اروزګان په چارچینو کې د شپږو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وشوه
author avatar
1 Sep 2023 - 09:09

ترینکوټ (پژواک ۱۰ وږی ۱۴۰۲): اروزګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت د چارچینو ولسوالۍ په ساخر، کسته دوان او غوچک سیمو کې د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او مخورو په منځګړتوب د شپږو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وشوه.

د اروزګان د والي ویاند احسان‌الله حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، په یادو درېیو کلیو کې شپږ کورنۍ له یو او بل سره له شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې په دښمنۍ اخته وې.

هغه زیاته کړه،، د ولسوالۍ په کښته دوان سیمه کې د رحمت‌الله او مجاهد کورنیو ترمنځ دښمني چې د مجاهد د ورور محمدعمر له وژل کېدو وروسته دوه کاله مخکې رامنځته شوې وه، د مقتول کورنۍ قاتل ته بښه وکړه.

حماس زیاته کړه، په ساخر سیمه کې د سیدعلي او محبوب کورنیو ترمنځ ۱۴ کاله وړاندې دښمني پيدا شوې وه چي هغه هم پرون پای ته ورسېده.

نوموړي وویل: «د سیدعلي خور خپل خاوند چې د محبوب زوی کېده، وژلی و، د محبوب کورنۍ د خپل زوی قاتله وبښله.»

د هغه په خبره، د پخلایني په یوه بله غونډه کې چې تېره ورځ ترسره شوه، د غوچک سیمه کې د فیض‌محمد او عبدالولي کورنیو ترمنځ دوه کلنه دښمنې هم پای ته ورسېده.

حماس وایي، په همدې ناسته کې د فیض‌محمد خور ته چې د خپل خاوند زلمي، د عبدالولي د زوی پر وژنه مجرمه پېژندل شوې وه، وبښل شوه.

د سرچیني په وینا، په دې ناستو کې د مقتول کورنیو د قاتل کورنیو ته د دوستۍ غېږي ورکړې او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به پخوانۍ دښمنۍ نه پالي.

د اروزګان د والي ویاند وایي، د ځایي  مسوولینو او مخورو په منځګړیتوب د روغي جوړي دا لړۍ به دوام ولري او هڅې روانې دې چې د ولسونو ترمنځ شته ستونزو ته حل لاره پیدا شي.

د چارچینو ولسوالۍ د کښته دوان سیمې اوسېدونکي او د مجاهد د کورنۍ غړي نصیراحمد وویل، له دې وروسته به د رحمت‌الله له کورنۍ سره دوستانه اړیکي پالي.

د نوموړي په خبره، د ځایي مسوولینو او مخورو منځګړیتوب د دې لامل شو چې خپله دښمني پر دوستۍ بدله کړي.

هغه زیاته کړه، له دې مخکې یې تل له قاتله د غچ اخیستو فکر کاوه خو نور به قاتل ته د دوست په سترګه ګوري.

د یادونې ده، د اسلامي امارت له واکمنېدو سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ترڅنګ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سیمه‌ییزو مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هم لسګونه دښمنۍ او شخړې حل شوې او پر دوستۍ بدلې شوې دي.

Views: 145

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.