ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا برادر: ګاونډي هېوادونه دې له افغانستان سره د اړیکو پياوړتیا لپاره ګامونه واخلي

ملا برادر: ګاونډي هېوادونه دې له افغانستان سره د اړیکو پياوړتیا لپاره ګامونه واخلي

author avatar
2 Sep 2023 - 17:08
ملا برادر: ګاونډي هېوادونه دې له افغانستان سره د اړیکو پياوړتیا لپاره ګامونه واخلي
author avatar
2 Sep 2023 - 17:08

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر سره په لېدنه کې ویلي، له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړېکو د لا پياوړتیا په موخه دې دغه هېوادونه اساسي ګامونه واخلي او بل چاته دې فرصت نه ورکوي چې دغو اړېکو ته زیان ورسوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

سرچینې لیکلي چې په دې لېدنه کې پر سیاسي، اقتصادي او دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دغه لېدنه کې ویلي: «افغانستان د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه بل چا ته دا حق ورکوي چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړي، له لسیزو جګړو وروسته په افغانستان کې خپلواک واحد نظام رامنځته شوی او د سیمې او په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.»

هغه ویلي، پکار ده چې د یادو اړیکو د لا پياوړي کېدو په موخه ایران او نور ګاونډي هېوادونه اساسي ګامونه واخلي او بل چا ته دا فرصت ور نه کړي، چې دغو اړیکو ته زیان ورسوي.

په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي هم ویلي، ایران د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان ښه ګاونډی پاتې شوی او د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره یې هر وخت هڅې کړې دي.

هغه ویلي، تهران لېوال دی چې له افغانستان سره پر اقتصادي، کرنیزو او صنعتي برخو سربېره د رېل پټلۍ شبکو غځولو کې هم همکاري وکړي.

قمي زیاته کړې چې په یادو برخو کې عملاً د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه پر مذاکراتو بوخت دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.