Language

د افغانستان بانک عمومي رییس هدایت الله بدري په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی

اټلانټا (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان بانک عمومي سرپرست ریيس هدایت‌الله بدري په یوه ترافیکي پېښه کې سطحي ټپي شوی دی.

دغه بانک د وږي په ۸مه، پر اېکس‌پاڼه (ټویټر) لیکلي، چې د هغه روغتايي حالت د  ډاډ وړ دی.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان بانک سرپرست رییس هدایت‌الله بدري چې هرات ولایت ته یې رسمي سفر درلود، د کندهار – هرات پر لویه لار د موټر چپه کېدو له امله سطحي ټپي شوی، خو روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

سرچينې زياته کړې، چې د نوموړي درملنه شوې او ډېر ژر به خپلې دندې ته راستون شي.

login or register a new account.