Language

د اوای‌سي علماوو پلاوی: اسلامي نړۍ د افغانستان تلپاتی ثبات غواړي او د جګړې پلوې نه ده

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د اسلامي همکاريو سازمان د علماوو پلاوي د افغانستان ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي نړۍ د افغانستان تلپاتی ثبات غواړي او د جګړې پلوې نه ده.

د ریاست‌الوزراء دفتر پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ د اسلامي همکاريو سازمان د علماوو له پلاوي سره په سپېدار ماڼۍ کې کتلي دي.

سرچینې لیکلي چې په یاده ناسته کې د اسلامي همکاریو سازمان د علماوو پلاوي ویلي، دوی وتوانیدل چې افغانستان کې د امنیت ښه ټنیګښت له امله، په ډاډه زړه لیدنې ولري او خپلې چارې ترسره کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، د یاد سازمان علماوو پلاوي ویلي چې اسلامي نړۍ د افغانستان تلپاتی ثبات غواړي او د جګړې پلوې نه ده.

سرچینه زیاتوي چې یاد پلاوي په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه بې سارې او اغېزمنه بللې او ټینګار یې کړی چې پر دغو پرمختګونو باید نړۍ اعتراف وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال ویلي چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې: «دا مهال د ا.ا.ا سالم سیاست له امله افغانستان له یو شمېر دولتونو سره ښې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، مولوي عبدالکبیر ویلي چې اسلامي نظام د علماوو مشورو ته درناوی لري.

د اسلامي همکاریو سازمان تېره ورځ ویلي وو چې د علماوو یاد پلاوی تېره پنج‌شنبه کابل ته رسېدلی او د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو او ځایي علماوو سره یې لیدلي او له چارواکو سره یې د نجونو زده‌کړو او ښځو د کار مسایلو تر څنګ پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

Related Topics