کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د هېواد په ۹ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تالندې، تندر او ناڅاپي سېلابونو راوتلو له احتمال خبر ورکوي.
دغه وزارت نن (وږي ۱۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې نن او سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې د سختو اورښتونو، تالندې، تندر او ناڅاپي سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
د سرچینې په وینا په بېلابېلو برخو کې د اورښت کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو وړاندوینه شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP