ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې لس کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې لس کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

author avatar
2 Sep 2023 - 19:03
تېره اونۍ افغانستان کې لس کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو
author avatar
2 Sep 2023 - 19:03

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): تېره اونۍ د قطر لومړي وزیر او کابل کې د یوې غونډې ګډونوالو، د ا.ا او نړۍوالې ټولنې ترمنځ پر تعامل ټینګار وکړ او یوناما هم وویل چې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د بحث وړ موضوعاتو ته باید اساسي حل‌لار وموندل شي.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • قطر: له اسلامي امارت سره د تعامل نشتوالی به په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي.
  • یوناما: د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د بحث وړ موضوعاتو ته باید اساسي حل را وموندل شي.
  • د علماوو او قومي مشرانو غونډه: د کابل او نړۍوالۍ ټولنې تر منځ د تعامل لپاره دې دواړه لوري ګامونه پورته کړي.
  • انس حقاني: ا.ا له نړۍ سره تعامل ته غېږه پرانستې ده.
  • اوای‌سي: اسلامي نړۍ د افغانستان تلپاتی ثبات غواړي او د جګړې پلوې نه ده.
  • د م.م امنیت شورا: افغانستان کې د داعش فعالیتونه او وړتیاوې د زیاتېدو په حال کې دي.
  • مجاهد: د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې دي.
  • د اسلامي نړۍ د علماوو پلاوی: ا.ا هڅوو چې نجونې ښوونځيو ته پرېږدي او د ښځو د کار مخه ونه نیسي.
  • جاپان او بریتانیا له افغانستان سره ۱۳۴.۵ میلیون ډالره مرسته کوي.
  • سرپرست حکومت د شپږ عشاریه ۵۵۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د کانونو تړونونه لاسلیک کړل.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۰ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو.

امنيتي چارواکي وايي، ننګرهار کې يوه کور ته لاسي بم غورځول شوی چې له امله يې يوه ماشومه وژل شوې، يو ماشوم او يوه ښځه ټپيان دي او سرپل کې د یوې سرګلولې چاودنې له یوه ماشوم ژوند اخيستی دی.

د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله‌والو فارياب کې يو کس، باميانو کې یو کس او بغلان کې هم يو کس وژلي، لوګر کې د یو تن مړی موندل شوی او بغلان کې يو کس خپله مېرمن په چړې سره وژلې ده.

ځايي چارواکي وايي، فارياب کې يوه ۱۶ کلنه نجلۍ د ښکاري ټوپک په سهوي ډز وژل شوې، غور کې څارویو ته د وښو رېبلو پر مهال د شوې شخړې له امله يو کس وژل شوی او فارياب کې د دوو شپنو او یوې ښځې او خاوند تر منځ شخړه کې د ښځې مېړه وژل شوی او مېرمن ټپي شوې وه.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د کابل او نړۍوالې ټولنې ترمنځ پر تعامل ټینګار

د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وایي، له اسلامي امارت سره د تعامل نشتوالی به په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي.

هغه زياتوي:«موږ ټولې غاړې هڅوو چې تعامل ته دوام ورکړي.»

د یوناما سیاسي مسوول سکاټ سمېټ وایي، د افغانستان سرپرست حکومت او امریکا په ګډون د نړۍوالې ټولنې ترمنځ د اعتماد فضا ډېرېدو په موخه باید خبرې اترې دوام ومومي څو سالمو او مثبتو اړیکو ته زمینه برابره شي.

هغه وايي: «زموږ هڅه دا ده چې دايمي خبرو او تفاهم ته لار هواره شي او د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د بحث وړ موضوعاتو ته اساسي حل را وایستل شي.»

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د استازو مجلس له پلاوي سره په ليدنه کې ویلي، ا.ا د مسایلو د حل او تعامل لپاره پر خبرو باور لري او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي او یا یې څوک په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

دغه راز، په کابل کې د علماوو او قومي مشرانو غونډې ګډونوالو ویلي، ا.ا دې له نړۍ سره په تعامل کې د اسلامي شریعت، خپلواکۍ او عصر له غوښتنو سره سم له لازمې تګلارې کار واخلي او نړۍ دې هم مسوولانه چلند وکړي څو د دواړو لورو ترمنځ بشپړ رسمي تعامل ته زمينه برابره شي.

دغه راز، د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني هم وایي چې اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل غېږه خلاصه کړې ده.

د اسلامي همکاريو سازمان د علماوو پلاوي له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي نړۍ د افغانستان تلپاتی ثبات غواړي او د جګړې پلوې نه ده.

د داعش په اړه ادعا او غبرګونونه

د م.م امنیت شورا ویلي، په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه او وړتیاوې د زیاتېدو په حال کې دي او دغه ډله په افغانستان او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې پر یوه ګواښ بدله شوې ده.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د افغانستان سرپرست حکومت یو ځل بیا دغه بې‌بنسټه تورونه ردوي او په داسې حال کې چې په دې ډول مسایلو کې د شفافي ښکېلتیا غوښتنه کوي، څرګندوي چې په تېرو دوو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو د ناقانونه وسلو او داعش پر ضد په سلګونه مستقل عملیات تر سره کړي چې په پایله کې یې هم وسلې او مهمات نیول شوي او هم د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې دي.

مجاهد زیاته کړې: «هر هغه څوک چې دا ډول بې بنسټه ادعاوې کوي یا خو یې معلومات کم دي او یا هم په دې ډول پروپاګند سره ځپل شوي داعش ته مورال ورکوي او په سیمه کې بې‌ثباتۍ ته لمن وهي.»

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم د ایران د استازو مجلس له پلاوي سره په ليدنه کې ویلي، په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې او له دې اړخه دې ګاونډیان ډاډمن اوسي.

بشري حقونه او د نجونو زدهکړې

د اسلامي همکاریو سازمان وایي، چې د  اسلامي نړۍ د علماوو پلاوي په کابل کې د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار مسایلو تر څنګ پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.

دغه سازمان ویلي چې افغانستان ته د دوی د پلاوي د سفر موخه دا ده چې د افغانستان سرپرست حکومت وهڅوي، چې نجونې ښوونځيو ته پرېږدي او د نجونو او ښځو د کار مخه ونه نیسي.

دغه راز، په اسلام اباد کې د اسلامي امارت د لومړۍ دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي چې د اسلامي امارت ۹۵ سلنه مشران پر ښځو د زده‌کړې او کار د محدودیت په اړه د خپل مشرتابه له فرمانونو سره موافق نه دي او له مشرتابه سره وخت- پروخت پر دې مسالې خبرې کوي او مشورې ورکوي.

د امنيتي کمرو نصب او په اړه يې غبرګونونه

کورنیو چارو وزارت د روانې وږي میاشتې په نهمه وویل، په کابل ښار او نورو مهمو ځایونو کې د خلکو د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه څه باندې ۶۲ زره امنیتي کمرې نصب شوې او په پام کې ده چې څلورو کلونو کې د ټول هېواد په لویو لارو او نورو مهمو ځایونو کې دا ډول کمرې ولګوي.

خو د بښنې نړۍوال سازمان تېره اونۍ وویل، د یادو ۶۲ زره کمرو نصبول د افغانانو له بنسټیزو حقونو سرغړونه او شخصي حريم ته ننوتل دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د ياد سازمان دغه څرګندونې ردوي او وايي: «کله چې امريکا او ناټو د خپلو موخو او استخباراتي معلوماتو لپاره د کابل په ګډون د هېواد ټولو زونونو کې د بالونونو په لګولو سره د څار کړنې تر سره کولې، نو هلته د بشري حقونو نقض او د شخصي حريم مدافعانو ولې غږ نه پورته کاوه؟»

هغه زیاتوي، ټولو ته معلومه ده چې د امنیتي کمرو لګول یوه امنیتي اړتیا ده او دغه چاره نه يوازې په افغانستان بلکې د نړۍ د هېوادونو په هر ښار او پلازمېنو کې معموله ده.  هغه وایي، اسلامي امارت د امنیت ټينګښت، د خلکو حقونو ساتنې او ټولو شرعي اصولو پام کې نيولو ته ژمن دی.

بشري مرستې او د شپږ عشاریه ۵۵۷ میلیون ډالر په ارزښت د تړونونو لاسلیک

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره (اېف‌اې‌او) وايي چې جاپان په افغانستان کې د کرنې په برخه کې ۹.۵ ميليون ډالره مرسته کوي، بریتانیا وايي، روان میلادي کال کې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته یې ۱۲۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي او امريکا وايي، د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو‌اېف‌پي) خبرداری ورکړي چې که چېرې دوی د مرستو رسولو په موخه اړينه بودجه ترلاسه نه کړي، ښايي په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر لا ډېر شي چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه راز تېره اونۍ د کانونو او پټروليم وزارت او د څو کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د ۶ ميليارده او ۵۵۷ ميليون ډالرو په پانګونې د اوو لویو کانونو د استخراج او پروسس قراردادونه لاسليک شول.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د ۳۱۰ میلیونه ډالرو په پانګونې په ۱۲ کیلومتره مربع ساحه کې د تخار د سمتي طلا پروژه له چینا – افغانستان سره د پنځو کلونو لپاره، د ۴۱۱ میلیون ډالرو په پانګونې په ۲۴۵ کیلومتره مربع ساحه کې د عینک مسو دویمه پروژه له تویار خصوصي شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره او همدارنګه د ۵۳۷ میلیون ډالرو په پانګونې په ۲۰۷ کیلومتره مربع ساحه کې د غور د تولک ولسوالۍ د سرب او جست د دویم بلاک پروژه له افغان انوېسټ او ایبکو شرکتونو سره د ۳۰ کلونو لپاره قرارداد شوي دي.

دغه راز د سرچینې د معلوماتو له مخې، د غوریان اوسپنې د څلورو بلاکونو پروژې چې شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري، د پنځه میلیارده ۳۸۹ میلیون ډالرو په پانګونې له څلورو شرکتونو سره د ۳۰ کلونو لپاره قرارداد شوې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.