ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وزیرستان او خیبر کې درې پاکستاني سرتیري وژل شوي

وزیرستان او خیبر کې درې پاکستاني سرتیري وژل شوي

author avatar
2 Sep 2023 - 00:35
وزیرستان او خیبر کې درې پاکستاني سرتیري وژل شوي
author avatar
2 Sep 2023 - 00:35

اټلانټا (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۲): په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ عملیاتو پر مهال په یوه نښته کې د یوه افسر په ګډون درې پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د استخباراتو معلوماتو په اساس ځواکونو یې د وزیرستان په میرانشاه کې عملیات ترسره کول چې ناڅاپه وسله‌والو پرې برید وکړ.

سرچینې زیاته کړې چې په دې برید کې د یوه افسر په ګډون دوه سرتیري او یو برید ګر وژل شوي دي.

بلخوا د خیبر ایجنسۍ په تیراه سیمه کې هم د یوې نښتې پر مهال یو سرتیری او یو وسله‌وال وژل شوي دي.

پرون د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې نهه پاکستاني سرتیري وژل شوي وو.

Views: 167

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.