ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا د نکې ولسوالۍ خلک مجهز او معیاري روغتیايي خدمتونه غواړي

3 Sep 2023 - 14:23
3 Sep 2023 - 14:23

ښرنه (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): د پکتیکا د نکې ولسوالۍ خلک په روغتیايي برخه کې له ستونزو شکایت کوي او وايي، له دوو لسیزو راهیسې په ټوله ولسوالي کې جراح ډاکټر او مجهز روغتیايي مرکز نشته او خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکز ښرنې او نورو ولایتونو لېږدوي.

د نکې ولسوالۍ د جنت‌خېلو کلي اوسېدونکي او قومي مشر حاجي ښادي خان پژواک خبري اژانس ته وویل، په ټوله ولسوالي کې د جراحي عملیاتو یا نورو مهمو روغتیايي خدماتو لپاره امکانات نشته او خپل ناروغان په اوږدو او خرابو لارو د ولایت مرکز یا نورو ولایتونو ته لېږدوي چې ځیني وخت په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړی له حکومته وغوښتل چې د ولسوالۍ نفوس ته په کتو روغتيايي خدمات برابر کړي.

د نکې یو بل اوسېدونکی حبیب وايي، په ولسوالۍ کې د مجهز روغتیايي مرکز نشتوالي له امله خپل ناروغان د پکتیکا مرکز یا نورو سیمو ته انتقالوي.

هغه وویل: «موږ ته چې ناروغان را پېښ شي، اورګون یا خوست ته یې وړو، خو لارې مو خرابې دي، زموږ ناروغان له ډېر تکلیف سره مخ کېږي چې ځیني یې په لاره کې مړه شي.»

حبیب هیله څرګندوي، که خپله سیمه کې ورته مجهز روغتیايي مرکز جوړ شي، لویه ستونزه به یې حل شي او بیا به اړ نه وي ناروغان د درملنې لپاره نورو ځایونو ته ولېږدوي.

بلخوا د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین د خلکو شکایتونه مني خو ډاډ ورکوي چې د خلکو دې ستونزې ته به رسېدنه وشي.

د پکتیکا د عامې روغتیا رییس عبدالله جان حقمل پژواک ته وویل چې اوسمهال د نکې ولسوالۍ کې دوه BHC روغتيايي مرکزونه فعال دي.

هغه زیاته کړه، د نکې BHC روغتون لپاره ودانۍ جوړولو چارې روانې دي او په وینا يې، ۲۵ سلنه کار يې بشپړ شوی دی.

د حقمل په خبره، د نکې سیمې خلکو نفوس ډېر دی نو اړتیا لیدل کېده چې BHC کلینیک CHC ته لوړ شي چې ډېر ژر به فعالیت پیل کړي.

هغه زیاته کړه چې CHC روغتون به جراح ډاکټر، امبولانس خدمات، اېم ډي ډاکټر او ښځینه ډاکټره هم ولري او په وینا يې، په دې سره به د سیمې د خلکو ستونزې تر ډېره حل شي.

د یادونې ده، په هېواد کې تېرې اوږدې جګړې د نورو برخو ترڅنګ روغتیايي سیستم هم اغېزمن کړی او د ډېرو سیمو خلک وايي چې معیاري روغتيايي خدماتو ته پوره لاسرسی نه لري.

Views: 237

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version