مزارشریف (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یوې مېرمنې د غالۍ او وړۍ اوبدلو کارګاه په جوړولو سره ۳۰۰ بېوزلو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د دې کارګاه مسوولې عالیې مخدوم پژواک خبري اژانس ته وویل، اووه میاشتې مخکې یې ښځو ته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه د غالیو او وړیو اوبدلو دغه کارګاه جوړه کړه.
هغې زیاته کړه چې په دې کارګاه کې یې ۳۰۰ ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي چې له ډلې یې ډېری کونډې، بېوزلې او کډوالې ښځې دي.
بلخوا د یادې کارګاه کارکوونکې هم خوشحاله دي چې په دغه ځان کې کاري زمینه ورته برابره شوې ده.
په یاده کارګاه کې غالۍاوبدونکې تاجګل خوښي څرګندوي او وایي چې له دې مخکې په کور کې بېکاره وه او ګڼې ستونزې یې درلودې.
تاجګل زیاتوي چې له دې لارې کولای شي د خپلې کورنۍ او ماشومانو نفقه پیدا کړي.
رابعه قبادي د یادې کارګاه بله کارکوونکې وایي چې دا او د کورنۍ نور غړي یې د بېګارۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو خو اوس کولای شي هم غالۍ اوبدل زده کړي او هم له دې لارې له خپلې کورنۍ سره د اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
نصیبه هم ورته څرګندونې کوي، له حکومته او خلکو غواړي څو د دوی له خوا تولید شوې غالۍ وپېرې او ملاتړ یې وکړي.
دغه راز یاسمین چې د یوولسم ټولګي زدهکوونکې ده، وایي، د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته اړه شوه څو غالۍ اوبدلو ته مخه کړي.
هغه هم له حکومته غواړي چې په دې برخه کې یې ملاتړ وکړي.
بلخوا د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین ښځینه صنعتکارانو او سوداګرو ته د ملاتړ ډاډ ورکوي.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیراحمد نیازی وایي، سرپرست حکومت له ښځینه سوداګرو او صنعتکارانو ملاتړ کوي او په همدې موخه یې د ښځو د ستونزو هواري لپاره اتحادیه جوړه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو او د نجونو زدهکړو له ځنډېدو وروسته یو شمېر نجونې اړې شوې نورو حرفو او کارونو ته مخه کړي.
Views: 167
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن