ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاروالي د ښار په بېلابېلو زونونو کې د څارویو حلالولو لپاره ځانګړي ځایونه ټاکي

کابل ښاروالي د ښار په بېلابېلو زونونو کې د څارویو حلالولو لپاره ځانګړي ځایونه ټاکي

author avatar
3 Sep 2023 - 19:48
کابل ښاروالي د ښار په بېلابېلو زونونو کې د څارویو حلالولو لپاره ځانګړي ځایونه ټاکي
author avatar
3 Sep 2023 - 19:48

کابل (پژواک، ۱۲ وږي ۱۴۰۲): د کابل ښاروالي وایي، د ښار د معیاري ودې او له ناروغیو څخه د ښاریانو د خوندیتوب په موخه، د ښار په بېلابېلو زونونو کې د څارویو حلالولو لپاره ځانګړي ځایونه ټاکي.

د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په کاریزمیر او ریشخورو سېمو کې د څارویو حلالولو له ځایونو څخه د ګټې اخیستې او د کابل ښار په بېلابېلو زونونو کې د نویو ځایونو ټاکلو په موخه د کابل ښاروالۍ او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

سرچېنې لیکلي، د یاد هوکړه‌لیک پر بنسټ به په کاریزمیر او رېشخورو سېمو کې د کرنې،مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت اړوند د څارویو حلالولو له ځایونو ګټه واخېستل شي.

خبرپاڼه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې ادارې مرستیال مولوي محمدخالد له قوله راغلي، د هټیو مخې ته، عمومي ځایونو او د هوټلونو په انګړ کې د څارویو حلالول ښاري تخلف ګڼل کيږي.

خبرپاڼه کې راغلي: «کابل ښاروالۍ پلان لري، څو د ښار د معیاري ودې او له ناروغیو څخه د ښاریانو د خوندیتوب په موخه، د ښار په بېلابېلو زونونو کې د څارویو حلالولو لپاره ځانګړي ځایونه وټاکي چې دا کار به تر تخنیکي او فني سندونو له بشپړيدو او له سروې وروسته ډېر ژر د کابل ښاروالۍ له لوري له کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت سره په همغږۍ بشپړ شي.»

د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال مولوي صدراعظم عثماني هم ویلي چې د همغږۍ اصل ته په کتو به ډېر ژر ټاکل شویو موخو ته ورسیږي.

Views: 240

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.