کندهار (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، نن يې په کندهار کې د پاکستان له کونسل سره په لیدنه کې د ډېورنډ فرضي کرښې ها غاړې ته د افغان سوداګرو پر انځرو بار موټر د سوځېدو موضوع شریکه کړې ده.
د تېرې یک شنبې په ورځ «د وږي په پنځمه نېټه» د شپې ناوخته د ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړې د کویټې او دېره غازي خان پر لویه لار د لورلایي په سیمه کې د افغان سوداګرو د انځرو یو سوداګریز موټر چې د ۳۲۰ زره ډالرو انځر پکې بار و د وسلهوالو له خوا په نښه او وسوځول شو.
د کندهار د سوداګرۍ خونې نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د دغه خونې رییس محمد صدیق مهمند په نننۍ لیدنه کې د پاکستان کونسل ته ویلي، باید د ډيورنډ فرضي کرښې ها غاړې ته د افغان سوداګرو صادراتي توکې په ښه ډول وساتل شي ځکه چې دا کار به د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو منفي اغېز وکړي.
سرچینې د محمد صدیق مهمند له قوله لیکلي: «که چیري د افغان سوداګرو صادراتې توکې زیانمن کیږي نو واردات به هم له ستونزو سره مخ کیږي چې زیان یې د دواړو لوریو عامو خلکو ته رسیږي.»
د سوداګرۍ خونې په اعلامیه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې د کندهار د بهرنیو چارو ریاست رییس مولوي عبدالشکور حقاني هم ټینګار کړی چې باید هر هېواد د ټرانزیټ ساتنه وکړي ځکه دا یې مسوولیت دی.
هغه ویلي، دا چې پاکستان او افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او سیمي یې له افغانستان سره په کلتوري او نورو برخو کې شریکي دي باید عام خلک هم په دې برخه کې همکار واوسي.
د سوداګرۍ خونې په اعلامیه کې لیکل شوي چې د پاکستان کونسل طارق علي هم ډاډ ورکړی چې د افغان سوداګرو د سوځول شوي انځرو په اړه څېړنه روانه ده او هڅه کیږي چې د دې کار عاملین پیدا کړي.
هغه زیاته کړې، چې دا موضوع ډېره جدي ده او هڅه به وشي چې دا ډول پېښې بیا تکرار نه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP