کابل (پژواک، ۱۳ سنبله ۱۴۰۲): د قطر دولت په بهرنیو چارو کې سلاکار وزیر د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د یوه باثبات او سولهییز افغانستان لپاره د تعامل پر پیاوړتیا، دوه اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته د افغانستان لپاره د قطر دولت بهرنیو چارو سلاکار وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي بایو شیائویونګ سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، په یاده لیدنه کې دواړو خواوو د یوه باثبات او سولهییز افغانستان لپاره پر دوه اړخیزو همکاریو او د تعامل پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د قطر بهرنیو چارو وزارت له قوله، په یاده لیدنه کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د افغانستان په قضیه کې د دغه هېواد د رغنده رول هرکلی کړی دی.
قطر د افغانستان په اړه کلیدي لوبغاړی دی، اسلامي امارت هلته سیاسي دفتر درلود او له امریکایانو سره یې مذاکرات مخې ته وړل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










