ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې؛ د فراه اوسېدونکي محمود تر ټولو لوړې نومرې اخیستې دي

د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې؛ د فراه اوسېدونکي محمود تر ټولو لوړې نومرې اخیستې دي

author avatar
4 Sep 2023 - 14:03
د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې؛ د فراه اوسېدونکي محمود تر ټولو لوړې نومرې اخیستې دي
author avatar
4 Sep 2023 - 14:03

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): د ازموینو ملي ادارې نن د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې عمومي پایلې اعلان کړې چې ټولو څه باندي ۸۲ زره کسانو لوړو او نیمه لوړو زده‌کړو موسسو ته لار پیدا کړې ده.

د کانکور ازموینې پایلې نن د ازموینو ملي ادارې له خوا په کابل د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د رسنیو په حضور کې اعلان شوې.

سږ کال په کانکور کې ټولو څه باندي ۸۸ زره کسانو ګډون کړی و.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست  شیخ عبدالباقي حقاني وویل چې د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینه کې د فراه ولایت اوسېدونکي محمود د عبدالجمیل زوی تر ټولو لوړې ۳۵۹،۱۶۱۱  نومرې اخیستې دي او د کابل طبي پوهنتون معالجوي عمومي څانګې ته بریالی شوی دی.

هغه دغه راز زیاته کړه چې له کابل څخه عباس د محمدغني زوی د ۳۵۷،۴۷۵۹  نومرو او عبدالباعث د محمدنذیر زوی د  ۳۵۵،۷۹۰۷ نومرو په اخیستو سره په دویم او درېیم مقامونو کې راغلي او دوی هم د کابل طبي پوهنتون معالجوي عمومي څانګې ته بریالي شوي.

د ازموینو ملي ادارې  معلوماتو له مخې، سږ کال د کانکور ازموینه د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۹مه پیل او په پنځو پړاوونو کې واخیستل شوه.

د یادونې ده، تېر کال کانکور ازموینه کې د سلیمان په نوم یو هلک له هراته لومړی مقام خپل کړی و.

Views: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.