پلعلم (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۰۵ ميليونه افغانيو په لګښت د کرومايټ ډبرې پروسس د يوې فابريکې جوړېدو چارې پيل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړه شوې غونډې ته د لوګر کانونو او پټرولیم ريیس مولوي نقیبالله فرقاني وویل، د کرومایټ ډبرو دغه فابریکه په ۱۱ سوه متره مربع ځمکه کې د «ميتال ماینګ» شرکت له لوري د شاوخوا ۱۰۵ میلیون افغانیو په لګښت د درېيو مياشتو په موده کې جوړیږي.
هغه وايي، دغه فابريکه په يوه ورځ کې د ۴۰۰ ټنه کرومایټ ډبرې د پروسس ظرفیت لري چې فعالېدو سره به يې سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
دغه راز په یادو مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي وویل چې د دې فابريکې په فعالېدو سره به نوره اړتيا نه وي چې د لوګر کرومايټ ډبرې بل ولايت يا هېواد ته د پروسس لپاره ولېږدول شي.
هغه زیاته کړه، چې د دې فابریکې له فعالیت سره به وزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او حکومت ته به هر کال سلګونه میلیونه افغانۍ عواید راټول شي.
همدارنګه د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مصور پژواک ته وویل چې د دې فابریکې په فعالېدو سره به تر ډېره د کرومایټ ډبرې د قاچاق او خپلسرو کېندنو مخه هم ونيول شي.
هغه خوښي وښوده چې د دغې فابريکې په فعالېدو سره به ډېرو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
د يادونې ده، يوه مياشت وړاندې «میتال ماینګ» شرکت د محمداغې ولسوالۍ د کرومایټ ډبرې د ۳۰ کیلومټره مربع سيمې قرارداد ترلاسه کړی او عملاً کرومایټ استخراجوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن