Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاپیسا کې د څه باندې ۲۷۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت اووه پروژې پیل شوې

محمودراقي (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د کاپیسا سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په اله‌سای او تګاب ولسوالیو کې د اوو پروژو چارې چې د استنادي دېوالونو او د سیند غاړو جوړول په کې شامل دي، پیل شوې.

د کاپیسا سینديزې فرعي حوزې رییس انجنیر کاوه خروش وایي، د کاپیسا «کهنه‌ده» شرکت د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې دفتر (FAO) په مالي مرسته د ۲۷۰ زره او ۹۵۰ ډالرو په لګښت د اوبو سرچینو د اووه ودانیزو پروژو کار پيل کړی دی.

د هغه په وینا، په اله‌سای ولسوالۍ کې د سیند غاړو ۲۰۰ متره جالۍ لرونکی دېوال او د سیند غاړو د تحکیم لپاره څه باندې ۶۰۰ متره سنګ‌کاري، دغه راز د تګاب په تولات کلي کې د یوه سربند ۵۹ متره کانکرېټ او سنګ‌کاري کېږي.

هغه ټینګار وکړ، دا پروژې د استوګنې کورونو او د کرنیزو ځمکو ویجاړېدو مخنیوي او د سېلابونو د خطرونو کمېدو په موخه پيل شوې او په یو کال کې به بشپړې شي.

د هغه په خبره، د یادو پروژو په پلې کېدو به سل‌ګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ یو اوسېدونکی جمعه‌ګل د یادو پروژو د کار پر پيلېدو خوښ دی او وایي: «زما دوه جریبه ځمکه او یو بڼ د سیند پر غاړه دي، که ورته پام نه وای شوی نو په راتلونکي کال کې به د سېلابونو له امله ویجاړه شوي وو.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.