Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

‏لوګر کې پنځه نوې تاریخي سیمې کشف شوې دي

پل‌علم (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې د یوې تازه سروې له مخې په دغه ولایت کې پنځه نوې لرغونې سیمې کشف شوې دي.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ريیس رفیع‌الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لرغونې سیمې په مرکز پل‌علم، خوښۍ، بره‌کي‌برک او څرخ ولسوالیو کې تثبیت شوې دي.

صمیم زیاته کړه، یادې سیمې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون‌پوهنې ریاست د کارپوهانو یوې تازه سروې او څېړنې له مخې دغه تاریخي سیمې پېژندل شوې دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، یادې سيمې د اسلام او د اسلام له دورې مخکې مخینه لري.

بلخوا د لوګر یوه فرهنګي محمداشرف پژواک ته وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد دغه نوې کشف شوې سيمې د هېواد رسمي تاريخي سيمو په توګه ثبت کړي.

هغه ټينګار وکړ چې د تاريخي سيمو بايد جدي ساتنه وشي څو د چا له خوا ونه لوټل شي.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې ۱۳ لرغونې سیمې او ۶ ابدې له دوى سره ثبت دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.