ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونیسف: تر راتلونکي کال پورې افغانستان کې ۲۰ میلیون خلکو ته روغتیایي خدمتونه برابروو

یونیسف: تر راتلونکي کال پورې افغانستان کې ۲۰ میلیون خلکو ته روغتیایي خدمتونه برابروو

author avatar
6 Sep 2023 - 21:52
یونیسف: تر راتلونکي کال پورې افغانستان کې ۲۰ میلیون خلکو ته روغتیایي خدمتونه برابروو
author avatar
6 Sep 2023 - 21:52

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د یونیسف ادارې مشر ژمنه کړې چې تر د ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې ۲۰ میلیونه خلکو ته لومړني روغتیايي خدمتونه رسوي او د پولیو پروګرام له لارې د روان کال تر پایه به لس میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین او ۶ میلیونه ماشومانو ته ښوونیزو توکي برابر کړي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا د وږي په ۱۵مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د يونیسف ادارې رییس فران ایکویزا د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين الحاج شېرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې ايکويزا وویل، د اسلامي امارت په راتلو سره د ښه امنیت له امله د دوی فعالیتونو ته ښه زمینه برابره شوې او اوس کولای شي په افغانستان کې د پوهنې، روغتیا او پاکو اوبو برابرولو برخو کې په ډاډمن ډول خدمات وړاندې کړي او هڅه کوي د نړيوالې ټولنې او نړۍوال بانک په همکارۍ د روغتیا برخه کې خپلو خدماتو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه، دوی به تر د ۲۰۲۴ کال پورې ۲۰ میلیونه خلکو ته په افغانستان کې لومړني روغتیايي خدمات ورسوي، ترڅنګ به یې د پولیو پروګرام له لارې د روان کال تر پایه لس میلیونه ماشومانو واکسین شي او ۶ میلیونه ماشومانو ته به درسي توکي او یو میلیون ماشومانو ته د څښلو پاکې اوبه ورسوي.

هغه وویل: «د دې ترڅنګ هڅه کوو چې له ایران او پاکستان سره پر ګډو پولو د ماشومانو لپاره د روغتیايي اسانتیاوو په موخه سرپناوې جوړې کړو او هم د ماشومان د روغتیا او پوهنې د ملاتړ لپاره ټول هغه امکانات چې په لاس کې لرو، په کار واچوو.»

ستانکزي په افغانستان کې د يونیسف ادارې له فعالیتونو د خوښۍ څرګندولو او مننې ترڅنګ زیاته کړه، افغانستان تازه له داسې اوږدې جګړې راوتلی چې له امله یې د روغتیا او پوهنې بنسټونه، کرنه او د ژوند چاپېریال زیانمن شوي او د خلکو ژوند یې سخت کړی دی.

هغه زیاته کړه، اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړۍواله ټولنه او دوست هېوادونه رامخې ته شي او له افغانانو سره د روغتیا، پوهنې، د اوبو بندونو په جوړولو او د روږدو په تداوي کې لازمې مرستې وکړي او په دې برخه کې د یونیسف همکاري اړینه ګڼو او موږ ټولو ته له خپل لوري د هر راز زمینه سازۍ ډاډ ورکوو.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.